اسلام آباد 24 دسمبر (??ے پي پي) د سنهوا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريج?? هېډ سن يونګ وئېلي دي چې د چين د بېلټ اينډ روډ پروګرام له مخې د چين او پاكستان په اقتصادي لار كښې پاكستان لپاره د پرمختګ پياوړې موقعې موجود دي٬په مېډيا كښې د پروژې پرمختيائي اړخونه په ډاګه كولو سره دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كېدې شي۔د هانګ كانګ بيسډ سنهوا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريج?? هېډ سن يونګ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د هېډكوارټر دورې په موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان او چين مېډيا د سي پیك په اړه څانګې په ښه انداز كښې په ډاګه كولو سره د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د روابطو په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د سنهوا نيوز ايجنسۍ بيورو په ټوله نړۍ كښې د قومي او نړيوال اهميت د چارو په كورېج كونكو 25 بيوروز كښې يوه ده۔ده د سنهوا نيوز ايجنسۍ او د ??ے پي پي ترمينځه د خبرونو د تبادلې د اوسنۍ مرستې لا زياتولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔د پاكستان او چين ترمينځه د خبرونو د تبادلې لوظونه په كال 1964 كښې شوې وه۔ده تجويز وركړو چې د چين پاكستان اقتصادي لارې پشان پروژو لپاره دې د سنهوا او ??ے پي پي شريك كورېج٬د سنهوا نيوز ايجنسۍ د خبرونو پھ اردو كښې ترجمه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروژو وېډيو فو??ېج تبادله وكړی شي۔د ??ے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر اختر منير د سنهوا نيوز ايجنسۍ د آسيا پيسفك ريجن مشر ته ووئيل چې ??ے پي پي د شريكو پروژو په اړه شريك كورېج لپاره حكمت عملي لا پراخا كولو پشمول د چين نړيوالې راډيو او د چين مركزي ټي وي سره مرستې ته تياره ده۔د ??ے پي پي ډائرېكټر نيوز شفيق قرېشي ووئيل چې د ??ے پي پي 9 بيورو دفترې دي٬ 7 سټېشنې لري٬د ضلعې او تحصيل په كچه 112 استازي لري او د ??ے پي پي استازي په نيويارك بيجنګ او لندن كښې د نړيوالو قومي او د ځايې معاملو په كورېج معمور دي۔ده ووئيل چې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د سختې كاروائۍ په اړه د سنهوا خبرونه د اډيټر او د لوستونكو د توجو مركز ??رځي۔وزيراعظم عمران خان په چين كښې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د چينائي اقداماتو ذكر په خپلو تقريرونو كښې كوي۔په دې موقع ډائرېكټر انفارمېشن ټېكنالوجي غواص خان٬ډائرېكټر وېډيو نيوز سروس بلال تهيم او نور چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو