اسلام آباد 20 ??ګس?? (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد وئيلې دي سي پېك پروژه كښې د رېلوے منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړ??لې شې٬ د لاهور او پېنډۍ ترمېنځه پټلۍ به ډبل ك??لې شي ٬ رېلوے د زيان نه خلاصولو او ګټوره اداره جوړولو لپاره به اقدامات ك??لې شي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د سي پېك له مخې ټ??لې پټلۍ به اپ ګرېډ ك??لې شي٬ د رېلوے سټېشنونو اپ ګرېډېشن به كوٶ٬ د رېلوے زمكې به راخلاصوٶ٬ د فريټ رېل ګاډو شمېره به ډبل كوٶ۔شېخ رشيد ووئيل پاكستان رېلوے كښې هېڅ ډول سياسي لاس وهنه زغملې نه شي۔ ده په دې مهال د مال وړونكو ټرېنونو شمېره يو په دوه كولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل كېرج فېكټري اسلام آباد به ښه ك??لې شي۔ د مالي خسارې په شا د ټولو سوبونو به تفصيلي جاج اخستلې شي۔ ده په دې مهال د رسالپور لوکو موټو فېکټری، خراب لوکوموټویز او کوئټه ۔ تفتان سېکشن په اړه وضاحت وغوښتلو۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے د سرمايه كارۍ لارې هوارولو ته هم اړتيا لري۔ وفاقی وزیر ته ور??ړې شوي برېفنګ كښې د رېلوے وزارت چيئرمېن جاوېد انور ٬ سی ای او آفتاب اکبر، اېس پی پاکستان رېلوے پولیس راجه ظهیر، د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تیمورغنری، ډی جی ټیکنیکل منور علی شاہ او ډی جی آپریشنز مریم ګیلانی هم ګډون وكړو