اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصا?? پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د ش??يو ټولټاكنو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو نه پس د تحريك انصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فواد چوهدري خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل ??ې په قومي ستونزو اپوزيشن ځان سره مخ په و??اندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ګډه كار ونه كړي نو نظام به مستحكم نه شي۔ ده ووئيل ??ې د ش??باز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ګوندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل ??ې د تحريك انصا?? پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره هم ملاقات كوي۔ د ټولټاكنو په اړه به د اپوزيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل ??ې تحريك انصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ګوندونو په مشوره مخ په و??اندې تلل وشي٬ تحريك انصاف په ټولټاكنو كښې د اپوزيشن د اندېښنو په اورېدلو هم خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل ??ې د تحريك انصا?? پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته ك??لو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خټك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فواد چوهدري او نور شامل وو۔