اسلام آباد ۔ 31جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان او برازيل ترمينځه بېلو څانګو كښې زياتېدونكې اړيكې خوشبينه دي۔ هيله ده چې سباؤن كښې به دا اړيكې لا وده ومومي۔ ده دا خبره د برازيل د وسله والو ځواك??نو مشر اېډمرل اېډي مير سوبرينو سره د م??اق??ت په مهال خپلو خبرو كښې وكړه چا چې اولس مشر سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې م??اق??ت وكړو۔ په دې مهال پاكستان كښې د برازيل سفير كلا ډيو راجه په شمول نور اعلی سول او پوځي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د نیوکلیئر سپلائرز ډلې په غړو كښې د زياتوالي په لړ كښې د برازيل كردار د ستائنې وړ دے ولې چې برازيل په دې لړ كښې په انصاف اډانه دريځ خپل كړې۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې حل په اړه هم برازيل سم دريځ خپل كړې دغسې چې د ملګرو ملت??نو د قرارداد??نو په رڼا كښې دا پخوانۍ ستونزه هواره كړې شي۔ اولس مشر د پاك بحريه په پېشه ورو مشق??نو كښې د برازيل د مبصر په حېث ?? ګډون كولو ستائنه وكړه او هيله ئې و??رل?? چې سباؤن كښې به د دواړو هېواد??نو ترمينځه مرسته لا زيات?? شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او برازيل ترمينځه د دفاع سره سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم او كلتور په څانګو كښې د مرستې لازياتولو ته هم اړتيا ده۔ د دې مقصد لپاره د دواړو هېواد??نو د پوهانو پلاويو تګ راتګ بايد زيات شي۔ ګران مېلمه په دې مهال اولس مشر ته د برازيل وسله والو ځواك??نو يو يادګاري شيلډ هم وركړو۔