اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پخوانۍ فاټا سيمو كښې اداره جاتي ډهانچه بشپړولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي وفاقي حكومت د پخوانۍ فاټا مېشته وګړو ته آسانۍ وركولو او د بدلۍ عمل په ښه ډول تر سره كولو لپاره د صوبائي حكومت په معاونت سره كار كوي۔ لنډ مهاله وز??را??ظم دا خبرې د شورو په ورځ خېبرپښتونخوا ك??ې د امن او امان وضعې په لړ كښې په ګورنر هاٶس پېښور كښې د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، اعلٰې وزیراعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان، چیف سېکتر، انسپکټر جنرل آف پولیس ، صوبائی الیکشن کمشنر او سینئر وفاقی او صوبائي چارواكي هم موجود وو۔ د پوليس آئي جي محمد طاهر د خلقو تحفظ ٬ املاك ٬ د جرمونو٬ د اشتهاري تورنو نيولو ٬ وسله ترلاسه كولو او د نېشنل اېكشن پلان له مخې د ترلاسه شوو اهدافو پشمول د امن او امان د اوسنۍ وضعې پحقله بريفنګ وركړو۔ د?? غونډې ت?? ووئيل د كال 2004 نه د خېبر پښتونخوا پولېس 1306 اهلكارو د وظيفې ترسره كولو په مهال د ځانونو قربانې وركړي۔ غونډه صوبه كښې د سي پېك منصوبو تحفظ لپاره د صوبائي حكومت د امنيتي انتظاماتو نه هم خبر كړې شوه۔ د پوليس آئي جي غونډه فاټا په خېبر پښتونخوا ك??ې د انضمام نه پس د صوبې د بدل شوي هېت په تناظر كښې د پوليس ضرورتونو نه هم خبر كړه۔ د?? وضاحت وكړو چې د خېبرپښتونخوا پوليس نه علاوه ٬ فرنټيئر كانسټېبلري٬ لېويز?? ګلګت بلتستان او د اے جے كے پوليس به هم صوبه كښې د كال 2018 ټولټاكنو په مهال امنيت باروري كولو لپاره په ځائي كولې شي۔ وزیراعظم د كال 2009 نه خېبرپښتونخوا ك??ې د امن او امان صورتحال كښې د ځانګړي ښوالي ستائنه كولو سره صوبه كښې د امن بحالۍ لپاره د اولس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د قربانيو هم ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم صوبه كښې ټولټاكنې په ښه ډول او سوله ايزې كولو لپاره په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ لنډ مهاله وز??را??ظم په دې خبره ټېنګار وكړٶ چې ټولټاكنې آزاده٬ سپېځلې او په سوله ايز ډول كول د وفاقي او صوبائي حكومتونو شريكه ذمه واري ده ۔ د دې نه وړاندې د پېښور دورې په مهال وز??را??ظم د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مهاله وز??را??لٰې جسټس (ر) دوست محمد خان سره په ګورنر هاٶس كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل