اسلام ??باد 30 مئی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سر?? د المان د افغانستان او پاكستان لپاره خاص استازي پوټزل ماركس د المان سفير كبولر مارټن سر?? ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔سپيكر سردار اياز صادق ووئيل امن ناكه٬مستحكم او قوي افغانستان د پاكستان پشمول د ټولې سيمې په ګټه دے۔پاكستان د افغانستان سر?? مستحكمو اړيكو او سيمه كښې امن او څوكالۍ له په ګډه كار كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان او افغانستان دواړه د ترهه ګرۍ ښكار دي او د ترهه ګرۍ له امله زيات ځپلې شوي ۔سپيكر ووئيل پاكستان المان سر?? د ملګرتيا اړيكې لري۔پاكستان سيمه كښې امن او استحكام ??ه وده وركولو له خوښي لري او دغې مقصد ترلاسه كولو له پھ زړه پورې هڅې كوي۔سپيكر ووئيل المان د پاكستان مخلص او حقيقي ملګرې دے٬په دواړو هېوادونو كښې په پارلماني او سياسي كچه رابطو ته ودې وركولو سر?? د دواړو هېوادونو اولس رانزدې كېدې شي ۔ ده ووئېل پھ دسمبر 2017 كښې پھ اسلام ??باد كښې د شوي وړومبي شپږو هېوادونو سپيكرانو كنفرنس كښې د پاكستان سر?? روس٬تركيې٬ايران٬چين او افغانستان ??ډو?? كړی وو۔پھ دې كنفرنس كښې په سيمه كښې د ترهه ګرۍ چېلنج مخ نيوي او د څوكالۍ او پرمختګ له پھ مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔د المان خاص استازي ووئيل د المان حكومت هم پاكستان سر?? خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو سر?? د اړيكو له پراختيا غواړي۔ده ووئيل المان د اروپاﺀ لويې اقتصادي قوت دے او پاكستان سر?? د ملګرتيا اړيكې غواړي