اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاھدخاقان عباسی وئ??لي دي ملتان سکھر(اېم فائیو) موټروے د پاکستان او چین ترمينځھ ?? ملګرتيا او مرستې يو بل مظهر او سيمه كښی د سترې مرستې او ملګرتيا په حقي??ت كښې د بدلولو مشتركه وژن عكاسي كوي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه ?? ملتان سكھر موټروے اولنې برخې پرانستې څخه وروستو ملتان شجاع آباد انټرچېنج څخه 35 کلومیټره لرې منصوبه كښې بوخت پاكستاني او چيني انجينئرانو ته خطاب كښې وكړه۔ چين كښې د پاكستان سفير یاوژنګ او د اېن اېچ اے چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل دا منصوبه سيمه كښې د چينائي اولس مشر د سترو رابطو وژن عكاس ده۔ د پاکستان مسلم لیګ ن سپریم لارښود نواز شريف هم دا سوچ او عزم لري۔ او دې سوچ ته عملي شكل وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل تر كال 2020 كراچۍ پېښور سره د موټروے د لارې تړل د پاكستان مسلم ليګ (ن) وژن وو۔ او كه لوئے څښتن ته منظوري وي تر كال 2020 به دا موټروے سر ته ورسي۔ وزیراعظم ووئيل د اېن فائيو د اولنۍ برخې پرانسته مالپاره اعزاز دے او په دې زه د چين حكومت ، بنک آف چائنا او د چین سرکاری تعمیراتی کمپنۍ مننه كوم۔ په دې مهال پاكستان كښې د چين سفير خپل خطاب كښې د سكھر ملتان موټروے اولنۍ برخې په سر ته رسېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل دې منصوبې سره دا په ډاګه شوې چې چین پاکستان اقتصادی راھداری منصوبھ حقي??ت كښی بدلېږ??۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې او مرسته مخ په وړاندې روانه ده۔