اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال وئيلي دي د مې??من?? بشپړ كردار نه غېر يو هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ اسلام آباد پوليس كښې دې د مې??من?? شميره زياتولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي٬ مېرمنې اېس اېچ او دې وټاكلې شي ٬ د اسلام آباد پوليس خپل روغتون جوړولو لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې ٬ پوليس دې د محكومانو او بې وسو طاقت جوړ شي٬ ښځينه اهلكارو ته دې ښه چاپيريال وركړې شي۔ داخله وزير احسن اقبال دا خبرې پوليس لائنز كښې د ښځينه پوليس دربار ته خپلې وېنا كښې ??كړې۔ ده ووئيل د ښځينه پوليس اهلكارو پحقله د ګمنامه ګيلو سمې يا بې بنسټه كېدو نه پرته زه دا ضروري ګڼم چې خپله دوي سره ملاقات وكړم او ځكه ما د لندن نه د پوليس آئي جي ته امر كړې ٶ چې مېرمنې اهلكارې راغونډه كړه۔ داخله وزير ووئيل مېرمنې د پاكستان د آبادۍ 52 فيصده برخه دي او د دوي د پرمختګ په دې عمل كښې د شاملولو نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې ٬ د تعلیمي مېدان پشمول په هره څانګه كښې ??ې??من?? كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ هر پوهنتون كښې تردې چې زما په سيمه پوهنتون كښې ??م 80 فيصده انجونه زده كړه كوي٬ ده ووئيل مېرمنې اوس په بېلا بېلو څانګو كښې ??خ په وړاندې روانې دي تر دې چې د امنيت په څانګه كښې ??ومه چې يوازې تر ځوانانو محدود وه هلته هم مېرمنې تر نظره كېږي ځكه چې اوس پ??وا??ي تصورات بدل شوې ٬ دا د كميونټي پوليسنګ دور دے چې پكښې ??ې??من?? له موقعې د ځوانانو برابر دي۔ داخله وزير امر وكړو چې د مې??من?? شمېره دوه چنده كړې او دوي شمېره ده د ځوانانو لس فيصده كړې۔ داخله وزیر ووئيل د مې??من?? تنګولو چې كومې ګيلي رامخې ته شوې د ھغې د سمي يا بې بنسټه كېدو نه پرته دا يوه حساس مسئله ده بايد دوي ته مثالي او د كور غوندې چاپېريال وركړې شي او دوي ته په پولیس فورس كښې د كورنۍ يا د لور خور حېثيت وركول پكار دي۔ ده ووئيل ښځينه پوليس ته به دا ډول ماحول وركوٶ چې پكښې ھغوي د كوم فشار يو يرې نه غېر په آزادۍ سره كار وكړي او د اسلام آباد پوليس به د هېواد نور پوليس لپاره مثالي جوړوٶ۔ ده ووئيل اووه ماډل پوليس تهاڼې جوړې كړې شوي او نورې 7 به هم جوړولې شي او ټولو تهاڼو ته به جديدې آسانۍ وركولې شي خو پوليس له به خپله رويه او كردار هم مثالي جوړول وي۔ د دې نه وړاندې د اسلام اباد پوليس مشر ووئيل د داخله وزير راتګ سره په خاص توګه د مې??من?? حوصلې جګې شوې ٬ ده ووئيل اسلام آباد كښې 289 ښځينه پوليس اهلكار كار كوي او په ټولو ډويژنونو كښې ??ظيفه ترسره كوي چې كښې 47 مېرمنې د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې ??ار كوي۔ په دې موقع داخله وزير د ښځينه پوليس اهلكارو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل او دوي لپاره د كواټرو او د جلا بېركس جورولو سره دوه ورځې وړاندې په پېښه كښې د حق رسېدلې مېرمن خور ته د نوكرۍ وركولو اعلان هم وكړو۔ په دې موقع ښځينه پوليس اهلكارو د غوښتنو په منظورۍ د وفاقي وزير مننه وكړه۔