اسلام آباد 16 مارچ (اے پ?? پي)د پاكستان حكومت ا??ئر مارشل مجاهد انور خان د پاك فضائيې نوې مشر غوره كړې۔ په 23 دسمبر 1962 زېږېدلي ا??ئر مارشل مجاهد انور خان د پاكستان په ا??ئر فورس جي ډي پي برانچ كښې په دسمبر 1983 كښې كمېشن ترلاسه كړو او د پي اے اېف اكېډمۍ اصغر خان څخه د اعزازي شمشير٬بيسټ پائلټ ټرافۍ او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن كمېټۍ ګولډ مېډل حقدار وګرځولې شو۔د خپل سپېځلي كير??ئر په مهال ده د يو فائټر سكواډرن٬يو ټېكټيكل اټك ونګ٬ F.16 دوه ا??ئر بيسز او ريجنل ا??ئر كمانډ مشري كړې۔ د?? يو كواليفائيډ فلائنګ انسركټر سره سره كمبيټ كمانډر سكول٬كمانډ اينډ سټاف كالج اردن٬ا??ئر وار كالج فيصل او نېنشل ډيفنس يونيورسټي اسلام آباد څخه فارغ التحصيل دې۔ ده د چيف آف دي ا??ئر سټاف پرسنل سټاف آفيسر٬ اسسټنټ چيف آف دي ا??ئر سټاف(آپرېشنز)ډپټي چيف آف دي ا??ئر سټاف(آپرېشنز)او ډائرېكټر جنرل سي فور آئي په توګھ هم وظيفه ترسره كړې۔دے نن سبا په ا??ئر هېډكو??رټ?? اسلام آباد كښې د ډپټي چيف آف دي ا??ئر سټاف(سپورټ)په توګه او ډائرېكټر جنرل ا??ئر فورس سټريټېجك كمانډ خذمات ترسره كوي۔ ده د خپل كير??ئر په مهال بېلې تربيتي او جنګي الوتكې پاڅولې دي چې پكښې MFI-17 ٬ T-37 ٬ F-5 ٬ F-6 او F -16 شامل دي۔ده ته په پاك فضائيه كښې د شاندار خذماتو په اعتراف كښې هلال امتياز(ملټري) ٬ ستاره امتياز(ملټري) او تمغه امتياز (ملټري)وركړې شوې۔