كھټمنډو06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د سوئيلي اسياﺀ د سيمه ايزې مرستې تنظیم (سارك) له زيات اهمیت وركوي او د هغې د منشور په مقاصدو او اصولو عمل كوي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ سارك سیكټريټ دورې پھ مهال خپل خطاب كښې وكړې او په سیكټريټ كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان تل د سارك خپلواكۍ په اصولو اډانه سيمه ايزې مرستې له د يوې فعاله ذریعې جوړولو هڅه كړي۔ ده ووئيل ??ارك غړي هېوادونه اقتصادیات او همكارۍ ته د ودې وركولو زيات صلاحیت لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې تنظیم له د سيمې معیشت ، كلتور او سماجی پرمختګ ترلاسه كولو له په ??ډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده د سوكاله سيمې لپاره د سارك غړو هېوادونو ترمينځه مواصلاتی رابطې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل ?? سارك ټولو غونډو كښې پاكستان دا زيات باور كړې چې سوئيلي اسياﺀ كښې يو محفوظ اوامناكه چاپيرچل د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له مهم دے۔ ده ووئيل ?? سارك راروانه غونډه د پاكستان په مشرۍ كښې د كولو خوښې لرو۔ ده باور وركړو چې پاكستان به د سيمه ايزې مرستې له ودې له خپل مثبت كردار ترسره كوي۔ د سارك عمومي سيكتر امجد حسېن بی سیال ووئيل پاكستان سارك كښې مهم كردار ترسره كوي او دې څخ?? وړاندې ئې هم د دوو غونډو مشري كړي۔ دې نه پس وزیراعظم سارك سیكټريټ كښې د نختر بوټې نال كړو۔ ده د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل او سارك سیكټريټ كښې ئې د ډائریكټرانو سره عكس هم اوېستو۔