??را??ي 07 فروری (اے پی پ??)د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي ټولې ادارې دې په آئيني حدود كښې دننه كار وكړي٬ د سېنېټ ټكټ په بيا ترلاسه كېدو د ګوند د مشرتابه مننه كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د خپلو نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نه پس د ټاكنو كميسون نه بهر مېډيا سره خبرو په مهال وكړی۔ده ووئيل د سېنېټ ټكټ په بيا ترلاسه كېدو د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬شريك چيئرمېن آصف علي زرداري د زړه نه مننه كوم چا چې په ما يو ځل بيا د باور څرګندونه وكړه۔ده ووئيل كه چرې د مارچ په 3مه نېټه د سندھ اسمبلۍ زه كامياب ??ړم نو زه به هڅه كوم چې سېنېټ مضبوط شي۔ده ووئي?? په موجوده حالاتو كښې د پارلمان ځانګړی كردار لرې او پارلمان هغه يوازنۍ اداره ده كوم چې ټول اسټېك هولډرز يو موټې كولې شي۔ده ووئيل د پارلمان په مرسته د پاكستان كورنۍ او بهرنۍ ستونزې هوارېدې شي۔(م ع/ض ض/وس/1737)