اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مركزي لارښود او د نجكارۍ وف??قي وزير دانيال عزيز ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په ضد د فارن فنډ??ګ او ترهه ګرۍ مقدمې جوړېږي٬ د كانا??ا نه راستون شوې تن څوك چې اشتهاري دې ھغه هم د قانون د خيال ساتلو ادعا كوې۔ د نهې په ورځ د جوډيشل كمپلېكس نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دانيال عزيز ووئيل طاهر القادري هم پاکستان كښې اشتهاري دې ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ اېكټ له مخې د جائېداد ضبط كولو په ضد ضمانت نه شي وركولې كېدې د عمران خان د جائېداد د قرق كولو حكم جاري كړې شوې دې ۔ ده ووئيل عمران خان ته مونږ د وړاندې نه نيازبين وايو٬ ھغه خپله منلي چې غلطي ئې كړې ده۔