اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پھ مشرۍ كښې د قامي اقتصادي كو??سل د ايګزېكټو كمېټۍ(ايكنك) غونډه د جمعې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وش??ه۔ غونډه كښې د حكومت لخوا د انرژۍ ??مب??ت لرې كو??و عزم ترمخه د توان څانګې ته خاص پام لرنې كو??و سره د څلورو منصوبو منظوري وركړی شوه۔ايكنك پھ سوئېلي سيمه كښې د برې??نا رسنې ښه والي له د 220 كے وي ګدو۔سي ټرانسمېشن لائن جوړولو منظوري وركړه۔پھ دې به 8 اربه 36 كروړ 60 لك روپۍ مصرف كو??ې شي۔د 500 كے وي لاهور سب سټېشن او ټرانسمېشن لائن منظوري هم وركړی شوه۔پھ دې به 20 ارب 37 كروړ 20 لكه روپۍ مصرف كو??ې شي۔ايكنك د 1410 مېګاواټ تربېلا۔5 ??را??تيا منصوبې څخه د برې??نا د پیداوار هم منظوري وركړه۔په دې به 4 ارب 14 كروړه روپۍ لګښت راځي دغسې د 1224 مېګاواټ هوا څخه د برې??نا جوړولو جهمپر منصوبې هم منظوري وركړی شوه٬په دې به 10 ارب 75 كروړ او 20 لكه لګښت راځي۔پھ غونډه كښې د سماجي٬تعليم٬ټرانسپورټ٬مواصلات او د اوبو وسائلو په اړه د پروژو منظوري وركړی شوه۔ايكنك د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم فيز تهري منظوري هم وركړه۔وزيراعظم د لوړو زده كړو كميسون ته هدايت وكړو چې ټولو اهل زده كو??نكو ته دې لېپ ټاپ وركړی شي۔پھ دې منصوبه به 21 ارب 33 كروړ او 50 لكه روپۍ مصرف كو??ې شي دغسې ايكنك د فېصل آباد ښار لپاره د اوبو په وسيلو كښې د ??را??تيا منصوبې فيز ټو هم منظوري وركړه او پھ دې به 14 ارب 63 كروړ 60 لكه روپۍ لګښت راځي۔ غوڼډه كښې د افغان زده كو??نكو لپاره 3 زره د علامه اقبال وظائفو منظوري وركولو سره وزيراعظم د لوړو زده كړو كميسون ته امر وكړو چې دا منصوبه دې د پينځو كلونو په ځاې په دريو كلونو كښې بشپړه كړې شي٬په دې منصوبه به 7 اربه 35 كروړ 20 لكه روپۍ مصرف راځي۔ غونډه كښې د كوئټه ډهاډهر موټروے سېشن بحالولو اپ ګرېډېشن او د ??را??تيا هم منظوري وركړی شوه۔په دې به 7 اربه 11 كروړه 50 لكه روپۍ مصرف كو??ې شي۔وزيراعظم د كے پي كے حكومت ته هدايت وكړو چې د كېلاش قبيلې د تهذيب ساتنه دې د سول سوسائټۍ او غېر سركاري تنظيمونو سره په ګډه باوري كړې شي۔ دغسې كمېټۍ د مالاكنډ ټنل پھ جوړولو او په ډيزائنګ د 16 اربه 55 كروړ 40 لكه روپو مصرف كو??و منظوري وركړه ۔د پاكستان رېلوے لپاره د 230 مسافر كوچېز اخستو هم منظوري وركړې شوه او په دې به 31 ارب 19 كروړ 40 لكه روپۍ لګي۔د بلوچستان خاران ضلع كښې د بند جوړولو منظوري وركړی شوه او پھ دې به لس اربه 51 كروړ او لس لكه روپۍ خرڅ كو??ې شي۔