اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) اولس ??شر ممنون حسېن وئيلي دي چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سره په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي٬ د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي۔ اولس ??شر دا ??برې د خالي په ورځ د اسلام آباد د رفاه نړيوال پوهنتون دو??لسم كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس ??شر ووئيل چې د انسان په ژوند كښې ځينې پېښې ډېرې يادګارې او زيات وخت اثر لرونكې وي۔ په دې كښې يوه موقع دا هم ده په كومه كښې چې نن مونږ شريك يو۔ د دې سبب دا ??ے چې انسان بې شمېره اميدونو سره تعليم ترلاسه كوي او بې شمېره ارزوګانو سره د ژوند دا پړاؤ ترسره كولو سره په عملي مېدان كښې قدم ږدي۔ دغسې د ده په زړه كښې د جذباتو يو طوفان چپې وهي او هغه ګڼي چې د تعليم نه فارع كېدو سره به هغه لوئې كارنامې ترسره كړي۔ تاسو به هم څه داسې فكر لرئ نو دا ??ېر فطري نه دے۔ زه ستاسو ټولو جائز خواهشاتو او د لوړو عزائمو ترسره كېدو لپاره د لوي څښتن نه دعا غواړم او د تعليمي ژوند په ترسره كولو تاسو٬ س??اسو مور او پلار او ښوونكو ته مباركي دركوم۔ اولس ??شر ووئيل چې ??ه باور لرم چې تاسو به د ستونزو مقابله كولو سره حوصله نه بائيلئ او خوږ وطن به حقيقي منزل ته ورسوئ۔ اولس ??شر ووئيل چې د الله پاك شكر دے چې د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي خو زمونږ په وړاندې دا يو چېلنج دے چې داسې صورتحال بيا كله هم پېدا نه شي۔ اولس ??شر ووئيل چې زه تل خپل بچو ته نصيحت كوم چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سره په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي۔