اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه د جمو او كشمير كشالې ته سوله ايز او جمهوري حل وركوي٬ هند دې د سلامتي كونسل منظور شوې قراردادونه عمل كړي٬ د ټولې من??قې امن او سوكالي د جمو او كشمير د اوږدې مودې كشالې سره تړلې ده٬ پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ خوب تر رښتيا كېدو اخلاقي٬ س??اس?? او سفارتي مرسته دوامداره ساتي۔ د 27 اكتوتر د كشمير تورې ورځ ??ه موقع خپل پېغام كښې ??ولس مشر ووئيل په دې ورځ ??ال 1947 كښې هندي ځواكونو په سري نګر كښې ??اخلېدو سره غېر قانوني تسلط قائم كړو كوم چې د بشري تاريخ تر ټولو ناوړه باب دے۔ د هندي مقبوضه كشمير اولس د ھغې وخت نه د قابض ځواكونو په ضد د خپلواكۍ خپل حق لپاره هڅې كوي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو 69مې كالونو راهسې د هند وسله وال ځواكونه په مقبوضه كشمير كښې ?? بشري حقونو د بني??دي اصولو ٬ آزادۍ او د انصاف خلاف ورزي كوي او هلته په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي۔۔ اولس مشر ووئيل هندي عسكر د كشميريانو په ضد نېغ په نيغه وسله او پېلټ ګنز كاروي۔ د وګړو سترګې په نښه كولو سره په ھغوي تشدد كېږي د كوم چې په نړۍ كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ اولس مشر ووئيل س??اس?? لارښود د بشري حقونو محافظين ٬ ميديا او د مظاهرچيانو د ټرائل نه غېر ګرفتار كېږي٬ د كل جماعتي حريت كفنرنس لارښود نظر بند كولې شي۔ اولس مشر ووئيل په مقبوضه كشمير كښې ??يات وخت لپاره كرفيو نافذ كول يو سنګين جرم دے د دې كرفيو د لارې د معاش په ذريعو خراب اغيز كېږي او د وګړو ستونزې لا زياتېږي۔ اولس مشر ووئيل د كشمير اولس د رياست مقابلې كولو له پورته شوې٬ د پاكستان اولس د ھغوي حوصلې ته سلام كوي۔ په دې موقع اولس مشر د كشمير كشالې هواري په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو حواله وركولو سره په ھغې د عملدرآمد باوري كولو په حاجت زور رواړو۔ اولس مشر ووئيل مونږ كشميريانو سره د يوالي څرګندونه كوٶ او د خپلواكۍ په خپل حق كښې ??ه د ھغوي اخلاقي ٬ س??اس?? او سفارتي ملاتړ روان ساتو۔