اسلام آباد ۔ 3 اکتوبر(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي الېکشن اصلاحات بل 2017 كښې د ختم نبوت شق او اقرارنامې شقونه موجود دي۔ ځينې كسان په دې اړه دروغ وائي۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطه وېب پاڼه خپل پېغام كښې وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ??وئ??ل الېکشن اصلاحاتی بل 2017 كښې د ختم نبوت په اړه دروغ وئيلو او د نبي كريم (ص) نوم مبارك كارولو سره دې اولس ګمراه نه كړې شي۔ ده ??وئ??ل الېکشن اصلاحات بل 2017 كښې د ختم نبوت شق او اقرارنامې شقونه موجود دي او د ختم نبوت په حقله دې د دروغو پروپېګنډه ون??ړې شي۔ ده ??وئ??ل د انتخا??ي اصلاحات بل كښې د ختم نبوت په اقرار نامه كښې هېڅ بدلون نه دې شوې۔ اولس بايد د كوم ډول منفي پراپېګنډې ښكار نه شي