اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د فلسطين په پخواني وزيراعظم او د حماس لارښود اسماعيل هانيه باندې په تهران كښې د قاتلانه بريد سخته غندنه كولو سره د بريد په نتيجه كښې د اسماعيل هانيه په مرګ د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔د شورو په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده ووئيل په اسماعيل هانيه بريد د بربريت او جارحيت شرمناك مثال٬نړيوال قوانين او د نړيوالو قامونو د اقدار ښكاره خلاف ورزي ده۔اسرائيل په غزه كښې د ظلم او بربريت بازار ګرم ساتلے ۔د فلسطين آزادۍ هلو ځلو لپاره اسماعيل هانيه او د هغه د كورنۍ قربانۍ د هېرولو نه دي۔دا قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔سپيكر د اسماعيل هانيه كورنۍ٬د فلسطين حكومت او اولس سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔دغسې سپيكر د اسماعيل هانيه لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه