الیکشن کميشن د تربیې په مهال د پولنګ عملې د غیر حاضرۍ نوټس واخست

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) الیکشن کمېشن د تربیې په مهال د پولنګ عملې د غیر حاضرۍ نوټس اخستلو سره د غیر حاضرې عملې او سټاف په ضد د سختې انضباطی کارروائی كولو پرېكړه وكړه۔د الیکشن کمېشن وياند له مخې چیف الېکشن کمشنر د اړخه ټول چیف سیکرټریز او صوبائی الیکشن کمشنرز ته سپارښتنه شوې چې د پولنګ سټاف تربیې په مهال حاضری دې باوري كړې شي او د تربیې په مهال غیر حاضر ملازمان دې په سمدستي توګه معطل كړې شي او د هغوې په ضد دې سخته كاروائي باوري كړې شي۔په دې لړ كښې به بې غوري زغملې نشي۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں