په 8 فروري د كيدونكو ټولټاكنو كوريج لپاره به بهرني مبصرين او خبريالان پاكستان ته راځي ٬ 49 بهرنيو خبريالانو ته وېزې جاري كړې شوي ٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي خبري كنفرنس

image

اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي د 8 فرورۍ ټولټاكنو كورېج او د سپېځلتيا جاج اخستو لپاره 14 هېوادونو څخه د ميډيا استازي او مبصرين پاكستان ته راځي ، 49 بهرنيو خبريالانو ته وېزې جاري كړې شوي٬ دغسې د 32 په درخواستونو كار روان دے٬ په پاكستان كښې مېشته د بهرنيو ميډيا هاؤسز استازو لخوا اېكرېډېټيشن كارډز له درخواستونه ترلاسه شوي٬ الېكشن كمېشن او نګران حكومت به بهرنيو مبصرينو او خبريالانو ته ممل آسانۍ وركوي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي سېكرترې شاهیرہ شاهد، د اېکسټرنل پبلسټی ونګ اېګظېكتيو ډائرېكټر عنبرین جان، د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ اېګزېکټو ډائرېکټر جنرل ډاکټر طارق محمود او د رېډيو پاكستان ډي جي سعید احمد شېخ هم موجود وو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د ټاكنو په اړه دې د بې بنسټه خبرو څخه ډډه وكړې شي٬ د ټاكنو كورېج لپاره د بهرنۍ ميډيا استازي وړاندې څخه په پاكستان كښې موجود دي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د الېكشن كورېج لپاره د بهرنيو خبريالانو او مبصرينو د درخواستونو وړاندې كولو وروستۍ نېټه 20 جنوري ټاكلې شوې وه خو د دې نېټې څخه وروستو هم د بهرنيو خبريالانو او مبصرينو لخوا درخواستونه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل 49 بهرنيو خبريالانو ته وېزې جاري كړې شوي او د 32 نورو په وېزو كار روان دے۔ ده ووئيل د پاكستان هائي كمېشن (نوي ډيلي) څخه نزدې 24 درخواستونه ترلاسه شوي په كومو چې كار روان دے۔ په مجموعي توګه د ميډيا بېلو ادارو لخوا 174 درخواستونه راغلي۔ دغسې برطانيې څخه د بهرنيو مبصرينو په 25 درخواستونو كار روان دے۔ د رشين فېډرېشن لخوا په 8 او جاپان څخه په 13 درخواستونو هم غور روان دے۔ ده ووئېل كاناډا څخه د پارلیمان 5 غړو درخواستونه هم رالېږلي دي۔ سوئيلي افريقې څخه د 2 مبصرینو او کامن وېلتھ څخه د 5 مبصرينو درخواستونه راغلي په كومو چې كار روان دے۔ ده ووئيل دا مهال په پاكستان كښې 6065 خبريالانو ته اېکرېډيټېشن کارډز وركړے شوي په كومو كښې چې لاهور څخه 1200، کراچۍ څخه 1470، پېښور څخه 1050، کوئټه څخه 600، حېدر آباد څخه 355، فېصل آباد څخه 250 او ملتان څخه 290 خبريالان شامل دي۔ ده ووئيل د جنورۍ 20 مې نېټې تېرېدې باوجود اوس هم الېكشن كمېشن او د اطلاعات وزارت اړوندې ادارې په درخواستونو غور كوي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل د رياست ذمه واري ده چې هغه د خپلو وګړو حفاظت وكړي٬ بهرنيو خبريالانو او مبصرينو ته به امنيت وركولے شي۔ د اېکسټرنل پبلسټی ونګ اي ډي عنبرین جان د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د ټولټاكنو كورېج لپاره 14 هېوادونو څخه 81 درخواستونه ترلاسه شوي په كومو كښې چې 49 بهرنيو خبريالانو ته وېزې جاري كړې شوي او په پاتې درخواستونو كار روان دے۔ دې ووئيل 174 خبريالانو وړاندې څخه اېکرېډیټېشن کارډز لپاره درخواستونه وركړي ۔ دې ووئيل بهرني خبريالان چې څه وخت پاكستان ته راشي هغوي ته به اېکرېډیټیشن کارډ وركړے شي۔ دې ووئيل د بهرنيو مبصرينو شمېره 55 ده۔ دې زياته كړه چې د بهرنيو خبريالانو آسانيو لپاره په پي آئي ډي كښې الېكشن سېل جوړولے شي٬ دغسې په اېکسټرنل پبلسټی ونګ كښې به هم الېكشن سېل 24 ساعته كار كوي كوم به چې خبريالانو لپاره آسانۍ باوري كوي۔(MWA/ZIA/1522)

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں