د خزانې نګران وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر سره د اردن سفير وليدل

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د خزانې نګران وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر سره د اردن سفير مائن رياست د ګل په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د خزانې وزيرې ووئيل اردن د پاکستان دوست او ورور هېواد دې او پاكستان اردن سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او اقتصادي اړيكو جاج هم واخستې شو او په دواړو څانګو كښې اړيكو ته په وده وركولو موافقت وشو

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں