نن فېك نيوز جمهوريت او صحافت لپاره لوئې خطر دے٬ د وزيراعظم د پرنسپل سېكرټري په نامه جعلي هدايت نامه خپرولو نه وروستو اوس الېكشن كمشنر هدف ګرځېدلے۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي ټويټ

image

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي نن فېك نيوز جمهوريت او صحافت لپاره لوئې خطر دے٬ د وزيراعظم د پرنسپل سېكرټري په نامه جعلي هدايت نامه خپرولو نه وروستو اوس الېكشن كمېشن هدف ګرځوي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل څنګه چې مونږ ټاكنو ته ورلنډېږو دغسې پروپېګنډې زياتېږي٬ ٬ نن د وزيراعظم د پرنسپل سېکرټري په نامه يوه جعلي هدايت نامه جاري شوې او اوس الېكشن كمشنر هدف ګرځوي۔ خپل ټويټ كښې ده د الېكشن كمېشن لخوا جاري خبر پاڼه شېئر كړه چې پكښې وئيلي شوي د چيف الېكشن كمشنر په نامه او عكس جعلي واټس اېپ اكاٶنټس د كارولو انكشاف شوے ٬ اولس ته خواست كوٶ چې ھغوي د دغه جعلي اكاٶنټس په ذريعه د خپورو شوو ناسمه پېغامونو او جعلي پروپېګنډې څخه ځان خبر ساتي او دغه نظر انداز كړي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں