وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره د امريكې سفير ډونلډ بلوم وليدل

image

اسلام آباد۔07ستمبر (اے پی پی)د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره د امريكې سفير ډونلډ بلوم ملاقات كړې چې پكښې په دوه اړخيزه تجارت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو په قوي كولو او پاك امريكا همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال په خبرو اترو كښې ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل چې د پاكستان حكومت خاص سرمايه كاري سهولت كونسل جوړ كړے چې مقصد يې بېلو څانګو مائنونو٬معدنيات٬ كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او توان كښې سرمايه كاري جلبول دي۔ ډاكټر ګوهر اعجاز د سفير وساطت سره د امريكې كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو هم بلنه وركړه۔ ګوهر اعجاز د امريكې سفير د اقتصادي بحالۍ پروژې لپاره د حكومتي هڅو په اړه خبر كړو۔ده د پاكستان د سباؤن معاشي پرمختګ اهميت رامخې ته كړو او د امريكا حكومت پرله پسې ملاتړ يۍ وستائېلو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں