اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي بې كوره او مشرانو وګړو ته ټولې بنيادي آسانۍ او د ژوند ضرورتونه رسولو لپاره د اقداماتو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې شتمند٬د خېرښېګړې ادارو او د ټولنې نورو طبقو له به د مشرانو وګړو خيال ساتلو له خصوصي هڅې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اولډ ايج هوم عافيت ملتان پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملكت ووئيل چې اسلام د سپين ګيرو د احترام او د هغوي خيال ساتلو ته اهميت وركوي٬ په دې لړ كښې دې مور پلار د اسلامي تعليمات له مخې د بچو د ښه تعليم او تربيت بندوبست وكړي۔ ده ووئيل چې د مور پلار حقونه پوره كول د بچو وړومبۍ ذمه واري ده٬ د سپين ګيرو كسانو لپاره قانوني او د ټولنې په كچه د اقداماتو ضرورت دې۔ صدر مملكت ووئيل چې په ټولنه كښې د بې وزله كسانو او د سپين ګيرو خېرښېګړی لپاره حكومتي ادارو٬غېر سركاري تنظيمونو او سول سوسائټۍ له به په ګډه كار كول وي۔ د دې نه پس صدر مملكت سپين ګيرو لپاره د ماسپخښين مېلمستيا انتظام هم وكړو۔