کراچۍ 18 اګست (اے پی پی)د سندھ نګران وزیراعلیٰ جسټس (ر) مقبول باقر ته وزیراعلیٰ هاؤس ته په راتګ ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ په دې موقعه چیف سېکرټری سهیل راجپوت، قائم مقام آئی جی پولیس عمران یعقوب منهاس، صوبائی سیکرټریز او سینئر پولیس افسران موجود وو۔ د وزیراعلی هاؤس د اړخه د جاري شوې اعلامیي له مخې چیف سیکرټری نګراں وزیراعلیٰ سره د افسرانو تعارف وكړو۔نګران وزیراعلیٰ په باقاعده توګه د چوكۍ چارج سنبھالولو سره كار پيل كړو۔