جنرال سيد عاصم منير سره د جنرال مائيكل اېرك كوريلا ملاقات٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د كاميابو ستائنه ٬ آئي ايس پي آر

image

پېنډۍ ۔24 جولائی (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال سيد عاصم منېر سره د كمانډر يو اېس سېنټ كام جنرال مائيكل اېرك كوريلا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه او دفاعي همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر له مخې دواړو شخصياتو په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خپله خوښي تكرار كړه۔ ګران مېلمه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د كاميابو او سيمه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پرله پسې هڅو ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں