د يوکرائن د خارجه وزير دوره، وزيراعظم او د پاكستان خپل همڅنګ سره به ملاقاتونه كوي

image

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د يوکرائن خارجه وزير دمترو کوليبا به د 20م نه تر 21مې جولائي د پاکستان دوره كوي او د خپل دوه ورځنۍ سركاري دوري په مهال به په اسلام آباد كښې وزيراعظم شهباز شريف او د پاكستان خپل همڅنګ بلاول بھټو زرداري سره تفصيلي خبرې اترې كوي۔ د خارجه دفتر وياندې له مخئ د پاکستان او يوکرائن ترمېنځه په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، زراعت او د لوړو زده كړو په څانګو كښې نزدې او په زړه پورې اړيكې دي٬ د يادونې وړ ده چې د يوکرائن د وزير خارجه دا دوره په كال 1993 كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس وړومبۍ وزارتي دوره ده٬ هيله ده چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں