پاكستان د كركيلې ٬ آئي ټي ٬ كان كنۍ او د هاؤسنګ څانګې اپ ګريډ كولو له چينائي سرمايه كارۍ كښې خوښي لري ٬ احسن اقبال

image

بیجنګ۔16جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چينائي سرمايه كارو ته هغه مراعاتو څخه د ګټې پورته كولو موقعه وركوؤ كوم چې پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو ته وركوي۔ ده د چين اوسنۍ دورې په موقعه اے پي پي سره خصوصي خبرو كښې ووئيل مونږ په 9 خصوصی اقتصادی زونز كار كوؤ۔ د رشکئی خصوصی اقتصادی زون پرانسته به د روانې مياشتې په پايه كښې وكړې شي۔ دغسې په سندھ ٬ پنجاب ٬ او بلوچستان كښې نور اقتصادي زونز هم د پرمختګ پراؤنو څخه تېرېږي۔ ده ووئيل د پاكستان ارزان لېبر فورس د سرمايه كارو په ګټه دے۔ ده ووئيل چينائي كاروباري ادارو له پاكستان كښې دې اقتصادي زونز ته منتقل كېدل ډېر په زړه پورې دي۔ ده ووئيل يو شمېر چينائي كمپنۍ پاكستان ته راروانې دي۔ احسن اقبال ووئيل پاكستان د اوبو په محفوظ كولو او په كركيله كښې كاركردګي ښه كولو لپاره د آبپاشۍ نوې ټېكنالوجيز هم لټوي۔ ده ووئيل پاكستان په انفارمېشن ټېكنالوجي كښې هم همكارۍ كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل د كركيلې ٬ کان کنۍ ٬ آئی ټی، او د توان څانګې چينائي سرمايه كارو لپاره ډېرې ګټورې دي او دوي به په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل د چین لويې رئيل اسټېټ کمپنۍ د پاكستان په هاؤسنګ سېكټر كښې هم سرمايه كاري كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د چينائي وګړو امنيت لپاره اضافي احتياط كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په 10,000 اهلکارو مشتمل خصوصي فورس جوړ كړے شوے دے كوم چې په بشپره توګه د سي پېك د منصوبو حفاظت لپاره مخصوص دے۔ دا امنيتي اهلكار د اعلی كچې امنيت باوري كولو له تعينات دي۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں