نړيوال رحمت اللعالمین کنفرنس د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې كېږي

image

اسلام آباد ۔ 5 نومبر (اے پی پی) د حضور نبي كريم ۖ د زېږېدنې ورځې په لړ كښې نړيوال رحمت اللعالمین کنفرنس د اتوار په ورځ د روانې مياشتې په 10مه نېټه وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې كېږي۔ د روان كال په مهال د كنفرنس سرخط “ریاست مدینه اور جدید اسلامی ریاست کا تصور تعلیمات نبویۖ کی روشنی میں” غوره كړې شوې دې۔ د مذهبي چارو وزارت كنفرنس كولو له ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې دې۔ د کنفرنس د سرخط له مخې د ګرد هېواد پوهنتونونو ٬ كالجونو ٬ ديني مدارسو ٬ علماﺀ كرامو او مشائخو تحقيقي مقالې مقابلې له استولې دي۔ دې سره سره په سيرت او نعت رسول مقبول هم قومي او سيمه ايزو ژبو كښې ليكلي شوي كتابونه مقابله كښې شامل كړې شوي دي۔ د كنفرنس د پرانستې سېشن مشري به وزیراعظم عمران خان او آخري سېشن مشري به اولس مشر ډاكټر عارف علوي كوي۔ كنفرنس كښې ګډون كولو له د ګرد هېواد مهمو شخصياتو ٬ علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او سكالرانو ته بلنه وركولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت ترمخه د روان كال په مهال كنفرنس كښې ګډون كولو له د سعودی عربستان، ایران، مصر، عمان، عراق، تیونس او شام علماﺀ كرام او پلاوي هم بللې شوي دي۔ دغسې په خصوصي توګه د جامع الازهر او مدينه پوهنتون پروفېسرانو او د مسجد اقصي خطيب ته هم كنفرنس كښې ګډون كولو له بلنه استولې شوې ده

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں