خارجه وزير شاه محمود قرېشي د روس هم خپل هم څنګ سرګئے لاروف سره بشكيك كښې پھ شريكه اعلاميه لاس ليك

image

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) پاكستان او روس به په خلا كښې د څه ډول وسلو په تنصيب كښې وړاندېوالې نه كوي٬هر ممكنه هڅې به كوو چې خلا د پوځي تصادم مېدان ونه ګرځي او خلائي هلو ځلو كښې سلامتيا باوري كړې شي۔په دې اړه خارجه وزير شاه محمود قرېشي د روس هم خپل هم څنګ سرګئے لاروف سره بشكيك كښې پھ شريكه اعلاميه لاس ليك كړی۔دا اعلاميه د پاكستان او روس فېډرېشن د اړخه په بشكيك كښې جاري كړی شوې۔د اعلاميې له مخې د روسيې فېډرېشن او اسلامي جمهوريه پاكستان په خلا كښې په موجود قامونو زور راوړی چې په دې اړه دا مثال خپل كړی شي۔په خلا كښې شوې كېدونكې هلې ځلې د رياستونو سماجي٬معاشي٬سائنسي او ټېكنالوجي پرمختګ مهمه ذريعه ده۔دې سره سره هغه په نړيوال او سيمه ايزې سلامتيا پھ ځاې ساتلو كښې هم كردار لري۔په اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې مونږ باور لرو چې بايد خلا د نړيوال قانون له مخې معاشي٬سائنسي٬ټېكنالوجي كښې د پرمختګ لپاره وكارولې شي۔په دې خبره زور راوړلې شوې چې په خلا كښې د وسلې زغل او د وسلو لګولو او د هغې د استعمال څخه نړيواله لوظ نامې ته نړيواله ورورولي پام لرنه وكړي د اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو وئېلي دي چې پاكستان او روس به په خلا كښې د څه ډول وسلو په تنصيب كښې وړاندېوالې نه كوي٬هر ممكنه هڅې به كوو چې خلا د پوځي تصادم مېدان ونه ګرځي او خلائي هلو ځلو كښې سلامتيا باوري كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں