اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد اقتصادي سباون برآمداتو كښې د زياتوالي سره تړون لري ٬ كوم چې تر اوسه حقيقي صلاحيت څخه ډېر كم دي ٬ موجودہ حکومت د محصولات وصولۍ پحقله صنعتي مسابقت ته پام لرنه كوي ٬ حكومت به په پاليسي سازۍ كښې كاروباري ورورولۍ سره مشاورت كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د اېكسپورټ ډوېلپمنټ فنډ بورډ آف اېډمنسټرېټرز (اي ډي اېف) 80مې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ وزیراعظم ووئيل په ماضي كښې د رېونيو په وصولۍ د بې ځايه زور راوړلو په سبب اقتصادي پاليسو صنعت غېر مسابقانه ګرځولي خو اوسنې حكومت د محصولاتو وصولۍ پحقله د صنعت مسابقت ته د ترجيح وركولو سره ښكاره بدلۍ راولي۔ وزیراعظم په تېرو كلونو كښې د اېكسپورټ ډوېلپمنټ فنډ وصولۍ او اجراء په عدم مطابقت د تشويش څرګندونه كولو سره امر وكړٶ چې د فنډ اجراء دې سږ كال باوري كړې شي كومه چې په حيقيقت كښې د برآمد كوٶنكو سرمايه وي او سباٶن كښې دا فنډ د ځڼډولو نه غېر وركولو او د دې مناسب استعمال باوري كولو لپاره دې جامع نظام وضع كړې شي۔ د اي ډی اېف بورډ آف ایډمنسټرېټرز د اي ډي اېف بورډ د فنانس كمېټۍ تشكيل نو هم كړې چې مشري به ئې د وزيراعطم د تجارت سلاحكار كوي۔ غونډې د يوولسم اپرېل نه تر 14م اپرېل كال 2019 په لاهور په اېكسپو سنټر كښې د “ټېكسپو اېګزېبيشن 2019 ” لپاره د بجټ او نظام الاوقات منظوري وركړې۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه د اي ډي اېف په بورډ كښې به د ټېكسټائل ډويژن سېكتر د غړي په حېث شامل وي دغسې چې هېواد كښې د برآمداتو پحقله د لوي حصه دار په حېث د ټېكسټائل څانګې نمائندګي باوري شي۔ د هېواد نوموړو كاروباري شخصياتو ته وزیراعظم ووئيل حكومت به په پاليسي سازۍ كښې كاروباري ورورولۍ سره مشاورت كوي او د دوي آراء به د حكومت په پاليسي كښې لا بهتري او كاروباري كسانو او برآمد كوٶنكو ته زياتې آسانۍ وركولو له مرستياله وګرځي۔