د عمران خان په اقتدار كښې د راتللو سره د پاكستان او سعودي اړيكې لا قوي شوې دي

image

ریاض 29 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د عمران خان په اقتدار كښې د راتللو سره د پاكستان او سعودي اړيكې لا قوي شوې دي٬ د پلوامه بريد نه پس د پاكستان او هند ترمېنځه تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره سعودي مركزي كردار لوبولې ٬ سعودي كښې د پاكستان فلمونو نندارتون ٬ د ډرامو او فلمونو د تبادلې او د سعودي په ايئر لائن كښې د پاكستان ټي وي پروګرام ښودلو پحقله خبرې شوې دي٬ د سعودي خارجه وزير د پاكستان او هند بيړنۍ دورې هم كړې ٬ پاكستان كښې تېر يو كال څخه ښه فلمونه جوړېدل پېل شوې ٬ په نړۍ كښې د پاكستانو ډرامو معيار غوره دے ٬ سعودي كښې د پاكستان فلمونو نندارتون ٬ د ډرامو او د فلمونو د تبادلې او د سعودي په ايئر لائن كښې د پاكستان ټي وي پروګرام ښودلو پحقله خبرې شوې٬ پاكستانيان سعودي عرب كښې په سېنما او د فلم په اړه سرمايه كاري كولې شي۔ د جمعې په ورځ سعودي پايه تخت رياض كښې ميډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات وزير سعودي كښې دوه مېليونه پاكستانيانو ته سلام كولو سره ووئيل سعودي كښې پاكستانيان خپله زرمبادله رالېږلو سره د پاكستان معيشت مستحكمولو كښې خپل بنيادي كردار لوبوي۔ ده ووئيل زه د سعودي د كلتور وزارت د پرانستې دستوره كښې ګډون لپاره د سعودي عرب د كلتور وزير په بلنه راغلې ووم ٬ پاكستان سعودي سره غوره اړيكې لري٬ د كله نه چې عمران خان اقتدار ترلاسه كړې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شوي دي ۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد د پاكستان دوره وكړه او پاكستان لپاره چې ئې كوم ټكي كارولي ھغه مثال نه لري ٬ په خاص توګه د سعودي ولي عهد دا وېنا چې زه په سعودي كښې د پاكستان سفير يم د كوم اعزاز نه كمه خبره نه ده ٬ ده ووئېل په اصل كښې د دې نه د ھغه پاكستان سره د تعلق څرګندونه كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل سعودی عرب كښې د كلتور وزارت جوړېدل خوشبينه اقدام دے٬ د سعودي عرب د كلتور ودې لپاره به پاكستان خپل بشپړ كردار لوبوي٬ د پاكستان كلتور 5زره كلنه پخوانې دے او ارتقائي عمل څخه تېرېږي٬ د اطلاعات وزير ووئېل زمونږ ادارې قوي دي او دې لپاره مونږ وړاندېز كړې جې د سعودي كلتور پحقله اكېډميز لپاره د پاكستانو هنرمندانو خدمات ترلاسه كړې شي٬ دده ووئېل د سعودي د كلتور وزير د دې وړاندېز هركلے هم كړې ۔ ده ووئيل تېر كال سعودي كښې راحت فتح علي خان پرفارمنس ښودلې ٬ راتلونكې مياشت به دلته د پاكستان كلتوري مېله راجوړېږي ۔ ۔ ده ووئيل د سېلګرۍ ودې لپاره پاكستان بېلا بېلو هېوادونو سره وېزه رجيم كښې بدلون كړې او دغسې د سعودي وګړو لپاره ويزه او فيس ختم كړې شوې ٬ اوس به دوي ته د پاكستان په هوائي مېدان ويزه وركولې شي۔ وفاقې وزير ووئيل د حكومتي اقداماتو له امله پاكستان كښې

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں