د وزيراعظم عمران خان د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني سره ټېلېفوني خبرې ۔ د تاؤ تريخوالي وضعې كمولو او امن لپاره د هندي پائيلوټ د خوشې كولو پرېكړې ستائنه ۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد ۔ 3 مارچ(اے پی پی) د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني د تاؤ تريخوالي وضعې كمولو له د هندي پائيلوټ د خوشې كولو پاكستانۍ پرېكړې ستائنه كړې ده۔ دخارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ جاري كړې خپل بيان كښې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سره د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د خبرو په مهال شېخ تميم بن حماد الثاني د پاكستان لخوا د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې كمولو له د هندي پائيلوټ او د جنګي بنديوان ابھي نندن د خوشې كولو پرېكړې ستائنه وكړه ده ددواړو هېوادونو ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې كمولو په حاجت زور راوړو۔ ده په دې لړ كښې د قطر لخوا د سهولت كارۍ پېشكش هم وكړو۔ د قطر د سركاري خبر رسنې ايجنسۍ ترمخه دواړو لارښودو په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په خاص توګه د پاكستان او هند ترمينځه په اختلافاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قطر امير د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې كمولو او د امن په ځائې كولو په حاجت زور راوړو

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں