تركيې سره د ورورولۍ په اړيكو وياړ لرو٬د اړيكو لا قوي كولو لپاره هڅې روانې دي

image
APP51-03 KONYA: January 03 – Prime Minister Imran Khan being received by Governor Konya Cuneyit Orhan Toprak upon arrival. APP

قونيه 03 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي تركيې سره د ورورولۍ په اړيكو وياړ لرو٬د دې اړيكو لا قوي كولو لپاره هڅې روانې دي۔ده د زيارت په ورځ د تركيې خپلې دورې په مهال د قونيه ګورنر جنيد ارهان سره خبرې اترې كولې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس د قونيه اولس سره زياته مينه او مولانا جلال الدين رومي ته لوي تعظيم لري٬د مولانا جلال الدين رومي روحاني پیغام د ټولو مذهبونو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكې انسانان يو موټې كولو له كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د پاكستان ستر شاعر علامه محمد اقبال د مولانا رومي روحاني پېروكار ؤ او د هغه فلسفه د رومي د مېنې او خودي پیغام د اثر لاندې وه۔په دې مهال وزيراعظم عمران خان د خپل پلاوي سره د لويې صوفي بزرګ حضرت جلال الدين رومي د مزار زيارت وكړو او د هغه پھ قبر يې د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع وزيراعظم هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔وزيراعظم د مولانا رومي د قبر په خوا كښې د علامه محمد اقبال علامتي قبر ته هم لاړ۔وزيراعظم به په انقره كښې د ټي او بي بي د سيوري لاندې پروګرام كښې د تركيه سوداګرو ته هم خطاب كوي۔دا خبره دې ياده وي وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيې ته رسېدلې۔د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم عمران خان د تركيې وړومبنۍ دوره ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د اعلٰی كچ پلاوې هم د وزيراعظم سره ملګري دي

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں