حكومت د لرې پرتو سيمو خلقو له د عامې روغتيا معياري خذمات ورسولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي

image

پینډۍ 22 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي حكومت د لرو پرتو سيمو خلقو له د عامې روغتيا معياري خذمات ورسولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په آرمډ فورسز انسټي ټيوټ آف ډينټسټري( اے اېف آئي ډي) كښې 11م نړيوال اورل اينډ ميګزيلو فيشل سرجنز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر د خاص مېلمه په توګه دستورې ته خپله وېنا كښې اے اېف آئي ډي او پاكستان اېسوسي اېشن آف اورل اينډ ميګزيلو فيشل سرجنز(پي اے او اېم اېس)ته په دې نړيوال كنفرنس كولو مباركي وركولو سره ووئيل دا كنفرنس به ګډون كوونكو لپاره د زده كړی لويه تجربه ثابته شي۔ده د ډينټسټري په څانګه كښې د اے اېف ډي آئي خذمات ستائېلو سره ووئيل دا اداره په هېواد كښې د فضيلت پھ خاصو مركزونو كښې يوه ده كومه چې د ډينټسټري په څانګه كښې د علاج معالجې نوې آسانې لري۔اولس مشر كوم چې په خپله هم يو ډينټسټ دے٬د ډينټسټري په څانګه كښې پرمختګ او د انساني وجود په روغتيا كښې د اورل هېلت اهميت په ډاګه كړو۔ده په ډينټسټري كښې په اورل او ميګزيلو فيشل سرجرۍ په زياتېدونكي اهميت هم رڼا واچوله۔ اولس مشر ووئيل دا ډول كنفرنسونه به د نوي لارو په لټولو كښې مرستياله ثابت شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں