د مذهبي چارو وفاقي وزير پير ډاكټرنورالحق قادري د تحفظ ناموس رسالت قامي علماﺀ او مشائخ كنونشن ته وېنا

image
APP80-12 LAHORE: November 12 – Federal Minister for Religious Affairs and Inter-faith Harmony, Pir Noor-ul-Haq Qadri addressing during National Ulma Mushaikh convention at Jamia Hizb ul Ahnaaf. APP photo by Rana Imran

لاهور 12 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرډاكټرنورالحق قادري وئېلي دي پاكستان به د مدينې غوندې رياست جوړېږي٬د قام مشري عمران خان كوي٬په قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې د هالينډ د سپكاوي په خاكو قراردادونه راوړلې شول۔د وزيراعظم د سفارتكارۍ په نتيجه كښې د سپكاوي خاكې بېرته واخستلې شوې٬په موثره توګه مو خپل غبرګون هم ښودلې او په راتلونكې كښې به يې هم ښايو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د جمعيت علماﺀ اسلام پاكستان(نوراني)تر سيوري لاندې د تحفظ ناموس رسالت قامي علماﺀ او مشائخ كنونشن ته د وېنا كولو پھ مهال وكړی۔وفاقي وزير ووئيل مونږ له به پھ هوش او حكمت عملۍ سره پھ هېواد كښې انتشار خپرونكي قوتونه ماتې سره مخ كول وي او پھ حكمت او جرات سره به د دوي مقابله كول وي۔ده ووئيل توهين رسالت د يو مكتب٬خانقاه يا د مدارسو موضوع نه ده٬تاسو ټول پرېږدۍ يو بنګي ته ووائي نو هغه به هم پھ ناموس رسالت خفه كېږي٬پاكستان له خپل اصل ته ستنېدل دي٬پاكستان به د مدينې پشان رياست جوړېږي۔ده ووئيل په دې معامله د وزيراعظم وېنا د رياست پالېسي وه۔مونږ به معامله د مذاكراتو د لارې حل كوو او د طاقت او تشدد استعمال به نه كوو۔ وفاقې وزير ووئيل په عدالتي نظام كښې به د 295 سي په قامي اسمبلۍ ٬ سېنېټ او د نړۍ پشمول په هر فورم دفاع كوو

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں