اسلام آباد 24جنوری(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د پاكستان ځوانان زمونږ د ودانۍ 65 فيصده برخه ده٬د دوي د شموليت او مرستې نه بغېر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بريا ممكن نه وه۔هغه د پاكستان نېشنل يوت كنونشن 2024 ته د خاص مېلمه په حېثيت سره خطاب كولو۔د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير اعزازي مېلمه ؤ ۔دستورې ته د خطاب كولو په مهال وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستاني قام د ترهه ګرۍ لعنت په جرات او مړانه سره مقابله كړی او بې شمېره قربانۍ ئې وركړي٬پاك پوځ په پيشه وره پوهه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړے۔ده ووئيل د پاكستان ذمه وار وګړي په حېث د پاكستان په ضد د پاكستان دښمنانو كړی پراپېګنډې رد كول پكار دي۔ده ووئيل د پاكستان ځوانان د قامي سلامتيا په اړه د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخ نيوي كښې ځانګړے كردار ادا كولې شي٬په دې چېلنج هغه وخت قابو موندلے كېدے شي كله چې ځوانان د دښمنانو لخوا د كونكې پړاپېګنډې مسترد كولو سره د رياست لخوا په وركړو مستند معلومات انحصار وكړي۔