يو انسان هم معذور نه دے ٬ سياسي ګوندونه دې انتخابي منشور كښې خاص كسانو لپاره پروګرام وړاندې كړي ۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي يو انسان هم معذوره نه دے٬ قدرت انسانيت له لا محدود صلاحيتونه وركړي٬ خاص كسان هم د ووټ حق لري٬ سياسي ګوندونو له خپل انتخابي منشور كښې خاص كسانو لپاره پروګرام وړاندې كول پكار دي ۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې د پاکستان ډس ايبلډ فاٶنډيشن تر سېوري لاندې خاص كسانو لپاره تابيا كړې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل يو انسان هم معذوره نه دے٬ قدرت انسانيت له لا محدود صلاحيتونه وركړي٬ څوك چې په سترګو ليدل نشي كولې ھغوي د زړه په سترګو هر څه لېدلې شي۔ ده ووئيل د نړۍ په ټولو پرمختللو هېوادونو كښې د خاص كسانو د ضرورتونو خيال ساتلے شي ځكه چې ټولو خلقو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي۔ ده د امريكې مثال وركولو كښې ووئيل هلته په سړكونو جوړولو كښې هم د خاص كسانو د اسانيو خيال ساتلے شي خو د بده مرغه دلته د ودانيو په كوډز كښې هم د دې څيزونو خيال نه ساتلے كېږي۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه دې خپل انتخابي منشور كښې خاص كسانو لپاره پروګرام وړاندې كړي ځكه چې دوي د ووټ حق لري او دغسې چې دوي د سياسي ګوندونو قيادت په وړاندې خپلې جائز مطالبې وړاندې كړې شي او ھغه ګوندونو ته ووټ وركړي كوم چې د دوي غوښتنې پورا كوي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں