د ځيني سياسي ګوندونو په مطالبه الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو په نيټه كښې د دوه ورځو اضافه كړې٬ د انتخاباتو نيټه كښې بدلي نه ده شوې۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د ځيني سياسي ګوندونو په مطالبه الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو په نيټه كښې د دوه ورځو اضافه كړې٬ د انتخاباتو نيټه كښې بدلې نه ده شوې٬ انتخابات به په خپله ټاكلي وخت د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي٬ د بلوچ مظاهرچيانو مطالبې د اوږدې مودې دي٬ لنډمهاله حكومت به بشپړه هڅي كوې چې دا معامله هواره كړي۔ د جمعې په ورځ په “ډان نيوز” پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په بلوچ مظاهرينو كښې شاملې مېرنې او كوچنيانو په سمدستي توګه د خوشې كولو پرېكړه شوې ده٬ ځينې مظاهرچيانو ته طبي مرسته هم وركړې شوې ده٬ په مظاهرينو كښې ھغه كسان شامل دي څوك چې په اسلام آباد كښې خپل كور نه لرلو٬ مونږ په محفوظ توګه د دوي كوئټه ته د لېږلو پرېكړه كړې خو دوي د بېرته ستنېدو نه انكار كړې٬ په دوي كښې ځينې خپلو رشته دارو سره تللي٫ زمونږ مقصد دوي په خوندي توګه خپلو كورنو ته بېرته لېږل وو۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل نيولې شوې مظاهرين خوشې كړې شوې دي او ځينې ګرفتار دي د دوي تحقيقات جاري دي په دې لړ كښې به هم ډېر زره ښه خبر راشي۔ ده ووئيل مونږ مظاهرينو ته د دوي په مطالبو د غور كولو باور وركړې شوې دې٬ د لنډمهاله حكومت موده محدود ده٬ مونږ به هڅه كوٶ چې دا معامله هواره كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل الېكشن كمېشن د كاغذات نامزدګۍ پحقله د كانديدانو د ګيلو نوټس اخستې دي د جائز مطالبو ازاله روانه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ځيني ګوندونو په مطالبه الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو په نيټه كښې د دوه ورځو اضافه كړې٬ د انتخاباتو نيټه كښې بدلې نه ده شوې٬ انتخابات به په خپله ټاكلي وخت د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 كښې كېږي

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں