پاكستان سويټ هوم د ټولنې تر ټولو كمزورې طبقې ساتنې ٬ روزنې او د زده كړو ذريعه ده٬ د نګران وفاقي وزير د پاكستان سويټ هوم مشر زمرد خان سره د ملاقات په مهال خبرې

image

اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي پاکستان سویټ هوم د ټولنې د کمزورې طبقې د تحفظ، روزنې او زده كړو ذريعه ده، د پاکستان سویټ هوم ماشومانو د ژوند په ټولو برخو کښې خپل صلاحيتونه ثابت كړي ۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان سویټ هوم مشر زمرد خان سره د خبرو په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د اطلاعات نګران وفاقی وزیر د پاکستان سویټ هوم ماشومانو لپاره د زمرد خان خدمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان سویټ هوم له لارې د یتیمانو او بې وزله ماشومانو لپاره د زمرد خان نه هېرېدونکې جذبه او خدمتونه د ستائنې وړ دي۔ په دې موقع زمرد خان ووئیل پاکستان سویټ هوم نن خپل مقاصد ترلاسه کوي، د پاکستان سویټ هوم ماشومانو ته د عصري تعلیم تر څنګ غوره تربيه هم وركولې شي ٬ هيله ده چې دا ماشومان به سباؤن كښې د هېواد په مهمو څانګو كښې خذمات ترسره كوي ۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں