اسلام آباد 01 اګست(اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې حكومت د پیټروليم مصنوعاتو بيعو په اړه ذمه وارانه پريكړه كولو سره د آئي اېم اېف سره لوظنامه پاللې شوي٬د تېر حكومت پشان مو د لوظ خلاف ورزي نه ده كړی٬د حكومت موده په يو څو ورځو كښې ختمېږي٬مونږ د سياسي ګټې په ځاې د هېواد معاشي استحكام ته ترجيح وركړی٬د دې برعكس عمران خان ته باور لرلو چې زما حكومت ختمېږي نو هغه د سياسي ګټې لپاره د پیټروليم مصنوعاتو په بيعو سبسډي وركولو سره د آئي اېم اېف لوظنامې خلاف ورزي كړې۔د نهې په ورځ په ډائرېكټورېټ اليكټرانك مېډيا اينډ پبلي كيشنز كښې د فارن مېډيا ډيجيټل مانيټرنګ وال پرانستې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې وئېلي دي چې 15 مياشتې وړاندې د اطلاعاتو په وزارت كښې د آئي ټي ټرانسفارمېشن پيل شوي٬د پي ټي وي دننه آئي ټي اپ ګرېډېشن٬ورچوئل سټوډيوز٬پي ټي وي فلكس او ډيجيټلائزېشن عمل بشپړ شوې دې٬د راډيو پاكستان ټول آركائيو ډيجيټلائز شوې او په راډيو پاكستان كښې د 4 ارب روپو پروژه پیل كړې كولې شي۔دې ووئيل چې د ډيجيټل راډيو منډيال ټېكنالوجۍ د لارې به د راډيو خپرونې شارټ ويو او اينالاګ څخه مېډيم ويو ته منتقل شي۔د دې جديد ټېكنالوجۍ په سبب به د راډيو پاكستان خپرونې په 52 هېوادونو كښې اورېدلې شي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزريې ووئيل چې تېر وخت كښې د پي ټي وي او راډيو د نيلامۍ خبرې كېدلې٬د هغوي كوم هم بزنس پلان نه كاميابېدو٬موجوده حكومت په 15 مياشت كښې دننه ارزان شهرت ترلاسه كولو نعرې نه دي وهلې بلكې د موجوده ادارو كاركردګي موثره كړې۔دې ووئيل چې مالي كال 23-2022 كښې اليكټرانك مېډيا٬پرنټ مېډيا او ډيجيټل مېډيا مانيټرنګ نظام جوړولو آغاز شوې و٬نن د هغې وړومبې فيز بشپړ شوې دې۔د فارن مېډيا ډيجيټل مانيټرنګ وال څخه د نړيوال حالات حاضره څخه خبرتيا ترلاسه كېږي او 90 ځايې او 35 نړيوال مېډيا چينلز٬ 15 ورځپاڼې٬ 500 څخه زيات ټويټر هينډلز٬ 500 څخه زيات فيس بك پیجز٬ 200 څخه زيات يوټيوب چينلز او 200 څخه زيات انسټاګرام او ډيجيټل پيلټ فارمز مانيټرنګ به كېږي۔د دې نه علاوه به د ټولو خبرونو او ادارو مانيټرنګ هم كېږي۔دې ووئيل چې دا وړومبې مانيټرنګ سسټم دې كوم چې په آرټيفيشل انټيلي جنس اډانه دې كوم چې د مشين لرننګ او ژبې شناخت ټېكنالوجۍ نصب كړې دې۔وفاقي وزيرې ووئيل چې كه چرې مېډيا چينلز دا نظام كارول غواړي نو مونږ د هغوي ضروريات كتلو سره پارټنرشپ هم كولې شو٬د دې نه علاوه په ريسرچ د كار كونكو زده كونكو ته هم تر دې نظام رسنه وركولې شي٬پروژې تر پائې رسېدو د اطلاعاتو وزارت ډلې ته مباركي وړاندې كولو سره وفاقي وزيرې ووئيل چې دا يو داسې نظام دې چې په مشين لرننګ٬رئيل ټائم انفارمېشن٬آرټيفيشل انټلي جنس او ډيټا ريسرچ اډانه دې٬په دې كښې ټول رئيل ټائم انفارمېشن او كسټمائزډ ژپې شناخت نظام موجود دې۔مريم اورنګزېب ووئيل چې دا مانيټرنګ سسټم د 35 زره څخه زيات انټرنېشنل مېډيا چينلز او سوشل مېډيا سپيس مانيټرنګ كولو صلاحيت لري۔وفاقي وزيرې ووئيل چې موجوده اتحادي حكومت 15 مياشتو دننه د معيشت پشمول د هېواد ټولې څانګې مستحكم كړي٬ 5 زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړې٬مونږ پاكستان په ري بلډنك سټيج پرېښودلو سره روان يو۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې مونږ د 15 مياشت په لږه موده كښې د هېواد معيشت مستحكم كولو لپاره مشكل پريكړې كړي٬مونږ د سياست په ځاې د هېواد معيشت ته ترجيح وركړی۔15 مياشت وړانې كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو هېواد ډيفالټ كېدو ته نزدې وو٬مسلم ليګ(ن) او اتحادي ګوندونو د سياست په ځې هېواد بچ كولو پريكړه وكړه۔دې ووئيل چې اتحادي حكومت كښې ذمه وار ګوندونه موجود دي او هغوي ترجيح د هېواد په ګټه كښې ده۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې عمران خان ته كله معلومه شوه چې د عدم اعتماد تحريك د لارې زما حكومت ختمېدونكې دې نو هغه د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي وكړه او په پېټرول سبسډي وركولو سره خپل لاس ليك كړې آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي وكړه۔دې ووئيل چې مونږ ته معلومه ده چې په يو څو ورځو كښې به زمونږ حكومت ختم شي او زمونږ لپاره ډېره آسانه وه چې مونږ د پېټروليم مصنوعاتو بيعې كمه كړو خو مونږ د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي ونه كړه٬مونږ لوظ نامه پاللې٬وفاقي وزيرې ووئيل چې په كال 2018 كښې چې كله مونږ اقتدار پرېښودلو نو هغه مهال په هېواد كښې 3.4 فيصد تاريخ كم ترين ګراني وه٬هېواد د 6.1 فيصد شرح سره پرمختګ كولو٬د سي پیك پروژې روانې وې٬ 14 زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړی وه۔دې ووئيل چې مونږ چې كومې پروژې په كوم ځاې پرېښودلې وې هغه ځاې څخه بيا پیل كړی۔دا وخت اقتصادي اشاريې بهترېږي٬هم دا د معيشت سمولو لار ده۔دې ووئيل چې د موجوده حكومت د اقداماتو څخه نن د هېواد په هره څانګه كښې ښه والې په نظر راځي٬د اتحادي حكومت 15 مياشتو كاركردګي د هغوي د څلورو كلونو د كاركردګۍ څخه ډېره بهتر ده۔وفاقي وزيرې ووئيل چې د چين نائب وزيراعظم د پاكستان دوره په موجوده حكومت د باور څرګندونه ده۔دې ووئيل چې عمران خان خو په خپل دور كښې ګاونډي هېوادونه خفه كړي وو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې د كيئر ټيكر سيټ اپ په اړه وزيراعظم اعلان كړې دې چې دا پريكړه به د اتحادي ګوندونو په مشاورت سره كېږي۔دې ووئيل چې چا سره ځواب نه وي نو هغوي ډبي٬بالټي او كنستر اچولو سره عدالتونو ته ځي۔دې ووئيل چې د سېلاب په مهال وفاق د هرې صوبې بشپړه مرسته كړی٬اتحادي حكومت د سېلاب ځپليو لپاره هر ممكنه اقدامات پورته كړي۔دې ووئيل چې تېره 15 مياشت كښې د معاشي بحالۍ لپاره شپه ورځ محنت كړي٬د اولس د رايو باور سره به دا مزل بيا پیل كوو٬دا مشكل وخت به هم تېر شي۔وزيراعظم شپه ورځ اولس ته د رېليف وركولو لپاره هڅې كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د 63 فيصد آبادۍ لپاره د برېښنا په بيعو كښې اضافه نه ده كړی٬ 2 كروړه 10 لكه كورونيو لپاره برېښنا ګرانه كړې نه ده۔دې ووئيل چې مسلم ليګ(ن)چې كومې وعدې اولس سره كړي هغه مو پوره كړي۔د دې څخه وړاندې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د اليكټرانك مېډيا ډائرېكټورېټ اينډ پبلي كيشنزكښې د فارن ميډيا ډيجيټل مانيټرنګ پرانسته وكړه۔په دې موقع د اطلاعا وفاقي سېكرټري سهيل علي خان او د وزارت نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔