اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د جاپان خپل همڅنګ يوشيماسا حياشي په بلنه د جولائي د وړومبۍ نيټې نه تر 4مې نيټې د جاپان دوره كړې۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا دجاري بيان له مخې په ټوکيو كښې خارجه وزير د جاپان خپل همڅنګ سره په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې وكړې او وزيراعظم فوميو کشيدا سره ئې ملاقات وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كړې چې پكښې تجارت او سرمايه کاري، دفاعي مرسته، تعليم، سائنس او ټيکنالوجي، وظيفائي تربيه، د اولس ترمېنځه تبادلې او پاكستان څخه جاپان ته افرادي قوت برآمد كول شامل دي٬ په دې موقع په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې٬ ډلو د خبرو په مهال شريكه ګټوره مرسته لا زياتولو لپاره په هره كچه مصروف پاتې كېدو كښې خوښي ښكاره كړه۔ دوي په پاكستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه سولرائزيشن، ډي سيلي نيشن او واټر پيوري فکيشن، هاٶسنګ او د انفراسټرکچر بيا رغونې څانګه كښې په فعاله پروګرامونو په ګډه كار كولو ته سلا شول۔ د هنرمند افرادي قوت نقل او حرکت آسانولو لپاره پاكستان كښې د جاپان ژبې لپاره د لينګويج سکل ټيسټ په كولو هم سلا يوه شوې۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اسيائي پرمختيائي بېنك انسټي ټيوټ ته وېنا كړې چرته چې وفاقي وزير په سيمه يزو روابطو او اقتصادي مرسته د پاكستان په وژن خبرې وكړې۔ ده د پاكستان او جاپان ترمېنځه د اړيكو په اهميت او د پاكستان او جاپان ترمېنځه په پراخه او ګڼ اړخيزه اقتصادي مرسته زور راوړې كومه چې كاميابۍ ٬ شريكې سوكالۍ او پرمختګ ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان او جاپان په ګډه يو قوي او موثره انفراسټرکچر نېټ ورك جوړول او سيمه ايزو رابطو ته وده وركولې شي، دې سره نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې ټوله منطقه كښې تجارتي حجم زياتېدې شي۔ خارجه وزير د جاپان كاروي ادارو اېګزيکټوز، د جاپان انټرنيشنل کوآپريشن اېجنسي او د جاپان ايکسټرنل ټريډ آرګنائزيشن (جيټرو) نمائندګانواو د جاپان د سول سوسائټۍ د سر كسانو سره هم ملاقات كړې۔ په دې ملاقاتونو كښې د پاكستان او جاپان ترمېنځه تجارت او د سرمايه کارۍ پراخه امكانات رامخې ته كړې شوي او د جاپان ادارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې شوې۔ په جاپان كښې د پاکستان د کميونټۍ غړو سره په خبرو كښې وفاقي وزير بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو ته سهولت وركولو لپاره د حكومت د قوي عزم څرګندونه وكړه۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د ټوکيو دورې د پاکستان او جاپان ترمېنځه د لوړې كچې د سياسي مصروفياتو يو مهمه موقعه برابر كړې ده۔ دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك باور او ګټوره مرستې ته لا وده وركړي