د 9 مئي پیښو ككړ كسانو په ضد د آرمي ايكټ 1952 له مخې د تاخير نه بغېر كاروائي بشپړولو سره هغوي له دې سخته سزا وركړی شي۔په قامي اسمبلۍ كښې قرارداد منظور كړې شو

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې يو قرارداد منظور كړی شوې چې پكښې غوښتنه شوې چې د 9 مئي پیښو ككړ كسانو په ضد د آرمي ايكټ 1952 له مخې د تاخير نه بغېر كاروائي بشپړولو سره هغوي له دې سخته سزا وركړی شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف قرارداد وړاندې كولو سره وئېلي دي چې د دې ايوان رائے ده چې يو سياسي ګوند او د هغې چيئرمېن په 9 مئي د آئين او قانون خلاف ورزي كولو سره د هېواد سلامتيا ادارو په ضد كاروائي كولو سره په پوځي تنصيبات بريد كړې او د هغه ګوند مشر په اقداماتو سره د هېواد رياستي ادارو ته لويې زيان رسېدلې٬د كوم چې ټول شواهد موجود دي بايد د هغوي په ضد د آئين او قانون له مخې د تاخير نه غېر كاروائي وكړې شي۔د قرارداد په اړه خبره كولو سره د جماعت اسلامي غړي مولانا عبدالاكبر چترالي وئېلي دي چې چا هم جرم كړې بايد هغه له سزا وركړې شي خو د جماعت اسلامي دا موقف دې چې دا مقدمې پوځي عدالتونو ته وړاندې نه كړې شي۔د ټولو تورونو په ضد دې مقدمې د ترهه ګرۍ مخ نيوي او سول عدالتونو كښې وچلولې شي۔سپيكر قراداد منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو٬قامي اسمبلۍ د قراداد منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں