په جناح هاؤس لاهور او رېډيو پاكستان پېښور د شرخوښو بريد د غندنې وړ دے٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف

image

لاهور۔19مئی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي په جناح هاؤس لاهور او رېډيو پاكستان پېښور د شرخوښو بريد د غندنې وړ دے۔ د جمعې په ورځ د جناح هاؤس دورې كولو په مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په ګرد هېواد كښی د مئي په 9 مه نېټه د رامخې ته شوو پېښو چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده٬ دې ډول پېښو سره د هېواد بدنامي كېږي۔ ده ووئيل سياسي اختلاف په خپل ځاے خو هېواد ته دې زيان رسولو څخه ډډه وكړے شي٬ قامي سلامتيا او املاك ته زيان رسول په هېڅ صورت هېواد سره ملګرتيا نه ده۔ هېواد سره مينه لرونكې د دې شرخوښې پېښې غندنه كوي۔ ده ووئيل په دې پېښو كښې ككړ كسان دې خپلو ګرېوانونو ته سر دننه كړي ٬ دوي بايد سوچ وكړي چې څومره ناوړه كار ئې كړے۔ دوي بايد پاك پرودرګار٬ بيا خپل ځان او ټول اولس څخه معافي اوغواړي۔ ده ووئيل د مئي 9 مه نېټه به د يوې تورې ورځې په توګه مونږ ته دا پېښې يادوي۔ ده ووئيل پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ چې د ډېر صبر او زغم څرګندونه يۍ وكړه٬ ګني هېواد كښې به هغه حالات رامخې ته شوې وو په كوم به چې قابو موندل ګران شوې وو۔ ده ووئيل په دې پېښه چې څوك نن خوشحالۍ كوي هغه زمونږ ازلي دښمن هېواد هند دے ٬ يا هغه دي كوم چې پاكستان سره د خواخوږۍ جذبه نه لري۔ په دې پېښو د هر يو پاكستانې زړه د وينو په اوښكو ژاړي٬ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې مونږ سباؤن كښې د دې ډول پېښو څخه اوساتي۔ ده ووئيل پاكستان سره مينه او عشق زمونږ اصل منزل دے٬ هم دې سره زمونږ بقاﺀ او عزت تړلے دے۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں