الېكشن كمېشن د مريم نواز شريف د ګوند عهدې په ضد د خواست اورېدنه د جولائي تر 4 مې نېټې وځنډوله

image

اسلام آباد ۔ 25 جون (اے پی پی) الېكشن كمېشن د مريم نواز شريف د ګوند عهدې په ضد د خواست اورېدنه د جولائي تر 4 مې نېټې ځنډولې او د مريم نواز شريف لخوا ځواب الېكشن كمېشن كښې جمع كړې شوې دې۔ د نهې په ورځ د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د سزا شوې مريم نواز شريف د مسلم ليګ نون د دوهمې مشرې جوړېدو په ضد د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري خواست اورېدنه وكړه۔ د مريم نواز شريف وكيل خپل تحريري ځواب الكېشن كمېشن كښې جمع كړو۔ كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې آئين او انتخابي قانون كښې داسې كوم ممانعت نشته چې سزا شوې وګړې د ګوند عهده ساتلې نه شي۔ ده د كمېشن نه نور مهلت وغوښتلو۔ دې څخه وروستو اورېدنه د جولائي تر 4 مې نېټې وځنډولې شوه

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں