دوحه 30 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې قطر د پاکستان د باور وړ ملګرې هېواد دې، د افغان مفاهمتی عمل په اړه قطر تل د پاکستان د موقف تائید کړې دغسې د قطر اعلیٰ قیادت پاکستان سره دوه اړخيزه تجارت، تعلیم او د مزل اسانيو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې زياتولو خواهش څرګندولو سره وئيلي د قطر اولس د پاکستان اولس له زيات اهمیت وركوي او دواړه هېوادونه په يو بل باور لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د قطر پايه تخت دوحه كښې د قطر وزیر اعظم شیخ عبداللہ بن نصر بن خلیفه الثانی، د قطر دوهم امیر شیخ عبداللہ بن حماد الثانی او دوهم وزیراعظم او د خارجه چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن الثانی سره ملاقاتونو كښې په خپلو خبرو كښې كړې۔ د قطر وزیراعظم شیخ عبداللہ بن نصر بن خلیفه الثانی سره په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل قطر د پاکستان د باور وړ ملګرې هېواد دې، دواړه هېوادونه خپلو كښې رابطو ته تندۍ سره وده وركوي كوم چې يو ښه اقدام دې۔ د قطر وزیراعظم ووئيل د قطر اولس د پاکستان اولس له زيات اهميت وركوي او د دواړه هېوادونو اولس پھ يو بل باور لري۔ ده د دوه اړخيزه تجارت، تعلیم او مزل اسانيو په اړه د دواړه هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو خواهش څرګند كړو۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د قطر وزیراعظم د اړخه په بيلو څانګو كښې د مرستې پھ وړانديز د هغه مننه وكړه او هغه له ئې د پاکستان د اړخه د شريكې خښوې په ټولو څانګو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د قطر دوهم امیر شیخ عبداللہ بن حماد االثانی سره ملاقات کښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قطر دوهم امیر سيمه كښې امن او استحکام له د پاکستان هڅې وستائلې۔ملاقات كښې د پاکستان او قطر ترمينځه تجارت، تعلیم او د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د مرستې په اړه خبرې اترې وكړي۔ خارجه وزير ووئيل قطر د سيمې مهم هېواد دې او افغان مفاهمتی عمل په اړه قطر تل د پاکستان د موقف تائید کړې دې۔ خارجه وزير د قطر دوهم وزیر اعظم او خارجه چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن الثانی سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه شريكو اړيكو او روابطو ته ودې وركولو پشمول د سيمې په بدل شوې صورتحال د خیالاتو څرګندونه وكړه۔ د قطر خارجه وزير په قطر كښې د موجود پاکستانی خوارې كښو صلاحیتونه ستائلو سره ووئيل مونږ به ډير زر نورو پاکستانیانو له هم په قطر كښې د ملازمت موقعې وركړو۔ ده د افغانستان پشمول سيمه ايز استحکام له د پاکستان مثبت کردار او هڅې وستائلې۔ خارجه وزير شاہ محمودقریشی ووئيل پاکستان به 2022 كښې د فټ بال نړيوال کپ كښې د قطر سره هر ډول مرسته كوي۔ ده ووئيل د پاکستان او قطر ترمينځه دوه اړخيزه تجارت كښې په تير يو كال كښې اضافه شوې ده۔ ملاقات كښې دواړه خارجه وزيران دوه اړخيزه تجارت ته لا ودې وركولو ته سلا شول۔ د قطر خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی په اعزاز كښې د ماسپخښين ميلمستيا هم وكړه۔دې څخه وړاندې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی چې كله پھ يوه ورځنۍ دوره دوحه ته ورسيد نو په حمد نړيوال هوائي ميدان چیف آف پروټوکول، د قطر خارجه وزارت، سفیر ابراہهم یوسف فخرو او د پاکستان سفارتخانې سینیئر چارواكو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی هركلې وكړو۔