پاکستان د بدلون دور څخه تېرېږي ، د بدعنوانۍ ختمولو ٬ سپېځلتيا باوري كولو او غوره واكمنۍ ته حكومت تر ټولو اول پاملرنه كوي۔

image
APP57-29 ISLAMABAD: August 29 - Advisor to the Prime Minister on Finance & Revenue Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing a meeting of the Executive Committee of the National Economic Council of the Cabinet (ECNEC) at Cabinet Block. APP

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي پاکستان د بدلون دور څخه تېرېږي ، د بدعنوانۍ ختمولو ٬ سپېځلتيا باوري كولو او د غوره ډول حكمرانۍ ته موجوده حكومت تر ټولو اول پاملرنه كوي۔ سره د اقتصادي چېلنجونو د معشيت ښه والي له د حكومت د پورته كړو ګامونو مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي۔ وزیراعظم عمران خان په خپله په غوره حكمرانۍ او سپېځلتيا باور لري۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د منځنۍ آسيائي سيمې ايزې مرستې (کاریک) کېپیټل مارکیټ ریګولېشن فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل سيمه ايزو رابطو او د حكومتونو ترمينځه مرستې سره سره د کېپیټل مارکیټس ترمينځھ ضابطو په لړ كښې د دوه اړخيزه رابطو اهميت څخه انكار نشي كېدې۔ په دې خبره به هم پوهېدل وي چې د فعاله او سپېځلي ډول آپرېشنز د لارې به نجي څانګې له آسانۍ رامخې ته كول وي ولې چې وګړو ته د روغتيا ٬ زده كړو ٬ مواصلات آسانۍ او نور بنيادي ضروريات رسولو له حكومت سره سره نجي څانګه هم خپل كردار ترسره كولې شي۔ ده د سيمه ايزو رابطو او تړون په لړ كښې د چين د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو منصوبه مهمه ګرځولو سره ووئيل دې سره به نه يوازې د منطقې هېوادونو بلكې د براعظمونو ترمينځه اړيكې ٬ مرسته او رابطې وده اومومي۔ ده ووئېل پاک چین اقتصادی راهداری د بی آر آئی مهمه منصوبه ده چې ورسره به د سيمې هېوادونو ترمينځه رابطې زياتې شي۔ ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ووئيل پاکستان د بدلون دور څخه تېرېږي ، د بدعنوانۍ ختمولو ٬ سپېځلتيا باوري كولو او د غوره ډول حكمرانۍ ته موجوده حكومت تر ټولو اول پاملرنه كوي ولې چې يوازې په دې صورت كښې مونږ خپلو وګړو ته د بنيادي آسانيو رسنه باوري كولې شؤو۔ ده ووئيل سره د اقتصادي چېلنجونو حكومت چې د معيشت ښه والي له كوم ګامونه پورته كړې د هغې ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔ ده ووئېل د قرض بېرته ستنول شه شوي او د كرنټ اكاؤنټ خساره كم شوې او برآمدات زيات شوي ۔ ده ووئېل تجارتي خساره ك

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں