اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) حج له د تلونكو بائيومېټرك ??صديق ??مل په 27 ښارونو كښې تېره ورځ د خالي په ورځ پېل شو۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو ترمخه د سركاري حج سكيم ترسېوري لاندې د حج سعادت ترلاسه كوؤنكو ته وئي??ې شوي دي چې هغوي دې د شېډول ترمخه خپل بائيومېټرك ??صديق باوري كړي۔ ددې شېډول وړاندې څخه د فون او اېس اېم اېس د لارې حاجيانو صاحبانو ته استو??ې شوې دې۔ دا شېډول د وزارت په وېب سائيټ هم ليد??ې شي۔ د بائیو م??ټرک تصدیق ??مل اعتماد وېزہ سنټرز كښې كو??ې شي۔ د بائیومېټرک تصدیق په موقع دې حجاج كرام خپل اصلي رسيدونه ٬ كمپيوټرائزډ شناختي كارډ او د پاسپورټ مصدقه كاپۍ ځان سره راوړي۔ د 80 كاله نه د زيات عمر كسانو او د 6 كلونو نه د كم عمر كوچنيانو تصديق به وېړيا كېږي۔ په كومو ښارونو كښې چې دا ??مل پېل شوې دې په هغو كښې اسلام آباد، ملتان، فیصل آباد، کراچی، لاهور ، پېښور ، سیالکوټ، رحیم یار خان، سکھر، کوئټه، ډی آئی خان، سوات، جھنګ، صوابۍ، مردان، حېدرآباد، ګجرات، ساهیوال، مانسهرہ، خوشاب، ګلګت، میرپور، راجن پور، ګوجرانواله، میرپور خاص، کوهاټ او قصور شامل دې۔ بائیومېټرک نه غېر به حجاج كرامو ته سعودي عربستان ته د تلو اجازه نه وي۔