اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی)دهوا بازۍ او نجكارۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو وئيلي دي پاكستان محفوظ، مستعد، پائیدار او په اقتصادي توګه فعاله شهري هوا بازۍ لپاره د جوړو كړو پالېسيو او ګائيډ لائنز بشپړ ملاتړ كوي۔ آمد ورفت لپاره يو مضبوط او د باور وړ فضائي جوړولو له پاكستان خبل ائیرنیویګېشن انفراسټرکچر په نوې بني??دو??و اودرولې۔ د کمیونیکېشن ،نیویګېشن او سرویلینس نوې سسټم جوړ كړې شوې۔ ده ووئېل ګوادر انټرنیشنل ائیر پورټ جوړېدو سره به ?? هېواد ائیر ټرانسپورټ سسټم مستحکم شي بلكې دې سره به ?? هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې تندي هم رامخې ته شي۔ ده د نهې په ورځ د شهري هوا بازۍ كوآپرېټو پروګرام ( سی او اېس سی اے پی۔اېس اے )سټېرنګ كمېټۍ درې ورځنۍ 27مې كلنې غونډې پرانستې سېشن ته خطاب ??ول??۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې شهري هوابازي محفوظولو له بايد په حفاظتي معيار عملدرآمد وكړې شي۔ دې څخه وړاندې د هر كلي خطاب كښې د اېوي اېشن ډويژن سېكتر او او د پاكستان سول اېوي اېشن اتھارټي سكواډرن ليډر (ریټائرډ)شاہ رخ نصرت ووئيل د شهري هوابازۍ ادارې له پاكستان د پرمختګ په فلسفه باور لري۔ ده ووئيل د سټیرنګ کمیټی دا غونډه يواځې يوه غونډه نه ده بلكې په غړو هېو??دو??و كښې د محفوظې هوابازۍ باوري ??ول?? له د څارنې استعداد مستحكم كول او عملدرآمد فعاله ??ول?? په لړ كښې مستقلو هڅو له د عزم څرګندونه ده۔ د سی او اېس سی اے پی ۔اېس اے چیئرمېن او د مالدیپ سول اېوی اېشن اتھارټی مشر حسېن جليل د نړيوالې هوا بازۍ تنظيم د پېشه ورو مهارتونو غوښتنې ترسره ??ول?? او د شهري هوا بازۍ حفاظتي معيار ته وده ور??ول?? له په شوو هڅو رڼا واچوله۔ په دې مهال خپل خطاب كښې د شهري هوا بازۍ د نړيوال انجمن اېشيا پېسفك سيمې ريجنل ډائرېكټر ارون مشرا ووئيل په كال 2018ء كښې نزدې 4 اربه 25 كروړه مسافرو فضائي سفر وكړو د كومو شمېره چې د كال 2017 په مقابل كښې 6.1 فیصده زياته وه۔ ده ووئيل د اېشیاء پېسفک ??نط??ه د فضائي آمدورفت په ذريعو كښې تندۍ سره وده كوؤنكې سيمه ده۔ چرته چې 7.3فیصده اضافه ليدلې شوې۔ د سی او اېس سی اے پی ۔اېس اے چیف ټیکنیکل اېډوائزر مېری هېلین زبرکی په دې مهال خپلو خبرو كښې د 27 مې غونډې په مقاصدو رڼا واچوله او د غونډې د درې ورځو د ايجنډې تفصيلات ئې وړاندې كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي سی او اېس سی اے پی ۔اېس اے د شهري هوابازۍ نړيوال انجمن ترسېوري لاندې جاري كړې شوې يو كوآپړېټو پروګرام دے۔ د دغې غړي هېو??دو??ه د سوئيلي آسيا د 8 هېو??دو??ه دي كومو كښې چې افغانستان،بنګله دېش،بھوټان،انډیا،مالدیپ،نیپال، پاکستان او سری لنکا شامل دي۔ د دې پروګرام مقصد د شهری هوار بازۍ په څانګه كښې تربيه او د تكنيكي مرستې رسنې د لارې د غړو هېو??دو??و په ياده شوې څانګه كښې استعداد زياتول دي۔ تر دې دمه د غړو هېو??دو??و په بېلو ښارونو كښې 26 غونډې شوي۔ د دې 27 مه غونډه د نهې په ورځ پېل شوې كومه به چې د روانې مياشتې تر 31 مې نېټې دوام لري