پشاور۔20جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان او د روغتيا صوبائي وزير ډاكټر هشام انعام الله خان د كرك ضلعې بانډه داؤد شاه كښې لشمينيا ناروغتيا څخه د متاثره كېسونو په سمدستي توګه نوټس اخستلو سره په ځپلې سيمه كښې د مرستې هلو ځلو تند كولو هدايت كړې دې۔ د اعلی وزير په خصوصي هدايت ځپلې سيمه كښې د خالي او اتوار ورځ هم د كار ورځ ګرځولې ش??ې ده او طبي ډلې ځپلې سيمې ته لېږلې ش??ي دي۔د روغتيا سېكتر ډاكټر فاروق ووئيل ځپليو كسانو ته د انجكشن لګولو سره سره دوئي ته بشپړه ريليف وركولې ش??۔ ده ووئيل سيمه كښې د لشمینیا په اړه د خبرتيا پروګرام هم پېل كړې ش??ې دې دغسې چې څوك دې رنځ څخه ځپلې ش??ې نه دي هغه احتياط كولو سره ځان بچ كړې ش??۔ خپل پېغام كښې د هېلت سروسز ډي ډاكټر ارشد احمد خان ووئيل لشمینیا رنچ د سېنډ فلائي نومې ماشي خوړولو سره لګي او دا ډول كېسونه زياتره په غريئزو سيمو كښې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل لشمینیا ځائي ناروغتيا نه ده بلكې دا افغ??ن كډوالو سره دلته ر??غل?? ده۔ د ډاکټر ارشد ترمخه چې كوم كېسونه رامخې ته شوي دي هغه زيات خطرناك نه دي۔ د ه??ې درملنې ممكن دي۔ ده ووئيل ځائي وګړي بايد د سحر او ماښام په وخت ځان ماشو څخه وساتي دې لپاره دې كورونو كښې سپرې او كړي او مچھر دانۍ كارولو سره سره دې په لاسونو او پښو لوشن لګوي