اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) په پارليمان كښې د مخا??فې ډلې ګوندونو په هره معامله شريكې حكمت عملۍ لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان كړې او وئېلې يې دي ميثاق جمهوريت به قوي كو??ې شي٬په انساني حقونو او د مېډيا د آزادۍ تحفظ لپاره به يوځاې مخ په وړاندې ځوو۔دا خب??ې د نهې پھ ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د مخا??فې ډلې مشرانو د غونډې نه پس مېډيا سره په خب??و كښې وكړې په غونډه كښې آصف علي زرداري٬بلاول بهټو٬شيري رحمان٬نويد قمر٬ډاكټر سعيد الرحمان٬امير حېدر هوتي٬رانا ثناﺀالله٬سعد رفيق٬ اياز صادق٬رانا تنوير٬احسن اقبال او نورو ګډون وكړو۔په دې موقع خب??يالانو سره په خب??و كښې ميا شهباز شريف ووئيل د اپوزېشن ګوندونو په دې غونډه كښې شريكې حكمت عملۍ لپاره يوه كمېټي جوړه كړې شوې كو??ه به چې هر اړخيزه جاج اخلي٬اتفاق به پیدا كو??٬په كمېټۍ كښې به د اپوزېشن ټول ګوندونه نمائندګي لري۔ده ووئيل د صحافت په آزادۍ به هېڅ قدغن ونه زغملې شي٬د اپوزېشن ګوندونو پريكړه كړې چې د صحافت آزادۍ لپاره به بشپړه هڅې كو??ې شي۔په دې موقع بلاول بهټو ووئيل تر څو د انسانانو د معاشي حقونو٬بشري حقونو او د جمهوري حقونو خب??ه ده نو اپوزېشن به د دې تحفظ لپاره په ګډه مقابله كو??٬زه ګڼم چې اپوزېشن نن ډېره ښه پريكړه كړې٬د يوې شريكې كمېټۍ چوړولو پريكړه د پارليمان او جمهوريت بقاﺀ لپاره د ستائنې وړ ده۔ ده ووئېل اپوزېشن به په پارليمان كښې دننه او بهر يو وي۔په دې موقع د مولانا فضل الرحمان زوي ډاكټر سعد الرحمان ووئيل متحده مجلس عمل اپوزېشن په يو پيلټ فارم د جمع كو??و هڅه كړې وه او نن تعبير ترلاسه شوې٬اپوزېشن يوځاې شوې٬د اپوزېشن په نننۍ غونډه كښې اعتماد او جذبه تر نظره شوې٬ټولو ګوندونو هغه خب??ې كړې كو??ې چې د پاكستان اولس ليدل او اورېدل غواړي ۔ده ووئيل د آصف علي زرداري او د اپوزېشن ليډر د ګوند د خلكو پشمول د نورو ګوندونو نمائندګۍ سره زمونږ ډاډګيرنه شوې۔په دې موقع د اے اېن پي امير حېدر خان هوتي ووئيل د اپوزېشن ګوندونو نننۍ غونډه كښې مهم پرمختګ شوې٬د هېواد په ستونزو به اپوزېشن يو وي٬د كمېټۍ جوړولو پريكړه د ستائنې وړ ده۔